د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار- اروزګان لارې خرابوالي خلک له سختو ستونزو او کړاو سره مخ کړي

د کندهار- اروزګان لارې خرابوالي خلک له سختو ستونزو او کړاو سره مخ کړي

Nov 14, 2018 - 16:01

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): د کندهار- اروزګان لارې مسافر وايي، د لارې د خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی شکایت کوي چې له یوې خوا دغه لار نا امنه ده او له بلې خوا سخته خرابه ده چې د دوی د دوو ساعتونو سفر یې شپږو ساعتونو ته اوږد کړی دی.

مسافر او موټر چلوونکي د دې لارې د ژر جوړېدو غوښتنه کوي.

د کندهار- اروزګان لارې یوه مسافر محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې دغه لاره سخته خرابه ده او مسافر په ډېرې سختۍ سفر ورباندې کوي خو هېڅوک یې غور نه کوي.

دی زیاتوي، لاره خامه او سخته خرابه ده، سره له دې چې ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري خو مجبور دي د خپلو اړتیاوو له مخې په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

هغه زیاتوي، ډېر مهال پر دغه لار د سفر پر مهال موټر تخنيکي عوارض پیدا کوي او ان ناروغان پر لار ساه ورکوي.

دی وايي، حکومت څو ځلې د دې لارې د جوړېدو اعلان وکړ او دوه ځلې یې کار هم پيل شو خو تر لنډ مهال وروسته به بېرته ودرېد.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لارې د جوړولو غم وخوري.

د ارزوګان لارې یوه موټر چلوونکي شریف الله پژواک ته وویل، لار نه یوازې خرابه ده بلکې نا امنه هم ده.

هغه زیاتوي، ډېری وخت وسله وال طالبان لارې ته راوځي، موټر ګرځوي او خلک ځوروي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې هم لاره جوړه کړي او هم یې امنیت خوندي کړي.

دی وايي، د لارې د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو سفر په شپږ ساعته کې کوي، ډېر مهال یې موټر عوارض پیدا کوي او چې چېرې خراب شو همالته ولاړ وي؛ ځکه د لارې په اوږدو کې هېڅ اسانتیا نشته.

دغه راز یو شمېر نور مسافر بیا پر دې لار د پولیسو له خوا د پیسو اخیستو خبرې هم کوي چې پر هره امنیتي پوسته پولیس له مسافرو د تذکرې غوښتنه کوي، که له چا سره نه وي نو ۵۰۰ افغانۍ ورڅخه اخلي.

دوی وايي، دا د حکومت مسوولیت دی چې د دوی غږ واوري، هم د لارې امنیت خوندي کړي او هم یې د جوړېدو غم وخوري؛ ځکه خلک بله چاره نه لري او له خطرونو سربېره پر دې لار په ډېر کړاو تګ راتګ کوي.

د کندهار- اروزګان لاره تر شاولیکوټ ولسوالۍ پورې پخه ده خو د دې ولسوالۍ له وچ باختو بیا د اروزګان د مرکز ترینکوټ تر تناوچي سیمې ۳۸ کیلومتره سړک خام او په بد حالت کې دی.

د دغه سړک د جوړولو چارې دوه ځلې پيل او تر لنډې مودې کار وروسته به بیا ودرېدلې.

خو اوس چارواکي وايي چې د دې لارې د جوړولو چارې یې پيل کړې او تر راتلونکو دوو میاشتو به بشپړې شي.

د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار- اروزګان د لويې لارې د جوړولو کار په چټکۍ روان دی او په تېرو څو ورځو کې ۲ کیلومتره سړک جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، دا ځل ولايتي اداره وخت پر وخت د دغه سړک د جوړولو له کار څخه څارنه کوي څو چارې يې له کومې ستونزې پرته ژر تر سره شي.

ده هم ومنله چې خلک پر دې لاره د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي خو دوی هڅه کوي دغه ستونزې حل کړي.

د کندهار د ټولګټو چارو رییس انجنیر محمد صابر احمدزی هم مني چې د دغې لارې د جوړولو چارې ځنډېدلې وې چې لامل یې په مرکز کې تدارکاتي چارې وې.

دی وايي، د دې لارې د ترمیم لپاره ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې په اوږدو کې به یې معبرونه، پلچکونه او استنادي دېوالونه هم جوړ شي.

د ده په خبره، موده مخکې د دغه سړک ۱۶ کیلومتره برخه جوړه شوې او د پاتې برخې د جوړولو عملي چارې پیل شوي چې تر راتلونکو دوو میاشتو به بشپړې شي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال جنرال رحیم الله وايي، دغه سړک د ټولګټو چارو ریاست او د ملي اردو د انجنیري لوا له خوا په ګډه جوړېږي چې له کابل څخه راغلي دي.

دی وايي، ملي اردو د دغې لارې د جوړولو په موخه ټول امنیتي تدابیر نیولي او چارې یې ښې روانې دي.

د یاودنې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې د کندهار- اروزګان عمومي لاره بنده کړه او حکومت یې پر ځای له فرعي لاره جوړه کړې چې تر اوسه تګ راتګ ته نه ده اماده شوې.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement