د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ دیني عالمان: خلک باید خپلو ماشومانو ته د ناروغیو ضد واکسین ورکړي

د کونړ دیني عالمان: خلک باید خپلو ماشومانو ته د ناروغیو ضد واکسین ورکړي

Nov 14, 2018 - 18:13

اسعد اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۳): د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونو دیني عالمانو پر خلکو غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي او د دې ناروغۍ پر وړاندې یې مبارزه دیني او ملي وجیبه وبلله.

یاد دیني عالمان د کونړ د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د لړم په ۲۳مه جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې راټول شوي وو او د اسلام مبارک دین په رڼا کې یې د ګوزن پر ضد د واکسین پر ارزښت او تطبیق خبرې وکړې.

یوه دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار وویل چې د اسلام په مبارک دین کې د واکسین د حراموالي په تړاو هېڅ ډول شریعي جواز وجود نه لري او هغوی چې د پولیو واکسین پر وړاندې مخالفت کوي، له اسلامي لارښوونو بې برخې دي.

نوموړی په دې برخه کې چلینج ورکوي او وايي، هغه څوک چې د واکسین په اړه شک لري، له دوی سره دې کېني څو د شريعت له مخې قناعت ورکړي.

هغه زیاته کړه: ((د اسلام مبارک دین هېڅ شی په شک کې نه دي پرېیښي او هر څه په کې روښانه دي، هر هغه څوک چې د شريعت له مخې واکسین حرام بولي، رادې شي او دلایل دې وړاندې کړي.))

حقیار زیاته کړه، کورنۍ او والدین مسوولیت لري چې خپل ماشومان د ناروغیو د مخنیوي په موخه واکسین کړي.

یوه بل دیني عالم مولوي عبدالله واکسین د ناروغیو د مخنیوي یوه لاره یاده کړه او زیاته يې کړه چې د دغه واکسین په تطبیق سره د ډېرو هغو ناروغیو مخنیوی کېږي چې ساري دي.

ده دا هم وویل چې د اسلام په مبارک دین کې داسې هېڅ یو څه نشته چې د هغه له مخې دې واکسین حرام ګڼل شوی وي.

دغه راز د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکترعزیزالرحمن ساپي وویل، په یو شمېر هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر څنګ داعش او نورې وسله والې ډلې شتون لري، له تېرو څو کلنو راهیسې په کې ګڼ شمېر ماشومان د پولیو یا ګوزن په مقابل کې نه واکسین کېږي او ممانعت یې کېږي.

ساپي زیاته کړه: ((دیني عالمان د خلکو د اذهانو په روښانولو کې پوره رول لري، په همدې خاطر مو د دیني عالمانو کنفرانس دایر کړی چې دوی د ممبر او محراب له لارې پر ټولو خلکو غږ وکړي چې خپل ماشومان واکسین کړي او د هغو تبلیغاتو مخنیوی وکړي چې ځیني خودغرضه اشخاص د نورو په لمسون واکسین حرام ګڼي.))

د ساپي د معلوماتو له مخې، د کونړ څوکۍ او غازي اباد هغه ولسوالۍ دي چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په اوږدې په کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یادونې ده، د کونړ په یو شمېر نا امنو سیمو کې اوس هم تر پنځه ویشت زرو پورې ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement