ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کوچيانو حوزې ټاکنې له درغلیو ډکې وې”

“د کوچيانو حوزې ټاکنې له درغلیو ډکې وې”

author avatar
14 Nov 2018 - 16:04
“د کوچيانو حوزې ټاکنې له درغلیو ډکې وې”
author avatar
14 Nov 2018 - 16:04

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): یو شمېر کوچي ناماندانو د دوی په ټاکنیزه حوزه کې پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ګواښ یې وکړ چې که ستونزو ته یې رسېدنه ونه شي راتلونکو ټاکنو کې به په خپلو حوزو کې ټاکنو ته اجازه ور نه کړي.

نن په کابل کې د یو شمېر ولایتونو له ۲۰ زیاتو کوچي نوماندانو «د کوچیانو له پاکو رایو د دفاع حرکت» تر نامه لاندې په یوه خبري ناسته کې د کوچیانو ټاکنیزې حوزې د رایې ورکولو ټولو محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې غوښتنه وکړه او یوازې بایومټریک رایې یې د باور وړ ګڼي.

د معترضو نوماندانو له ډلې عنایت الله صحرايي غونډې ته وویل، د کوچیانو په ټاکنیزې حوزه، په ځانګړې توګه کندهار ولایت کې پراخې درغلۍ او سرغړونې شوې دي.

نوموړي ادعا وکړه چې په یادو درغلیو کې د کوچیانو چارو د انسجام ریاست او زورواکي لاس لري.

بل نوماند سید عمر حریق هم وویل، په کندهار ولایت کې یوازې د څلورو ټاکنیزو محلونو رایې تفتیش شوې دي چې د ځینو نوماندانو په ګټه په کمېسیون کې زیاتې رایې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، په یادو څلورو محلونو کې د «میرویس حسن خېل» په ګټه چې ۲۱۸ رایې یې درلودې، په کمېسیون کې ۸۷۶ رایې ثبت شوې او «ننګیالي لونګ» چې ۶۵ اصلي رایې یې درلودې خو په کمېسیون کې یې په نوم ۵۲۱ رایې ثبت شوې دي.

هغه روښانه کړه چې په ځینو ولایتونو کې د کوچیانو د رایې ورکونې یو شمېر مرکزونه د ټانو په لومړۍ ورځ د بېلابېلو لاملونو له امله تړلي وو او ډېرو کوچیانو رایه ور نه کړه، خو درغلي کوونکو د دې پر ځای د ځانګړو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډک کړي دي.

معترضو نوماندانو خبریالانو ته ویډیوګانې وسپارلې چې صندقونو په کې ډکېږي او څارونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ځینو ټاکنیزو مرکزونو ته داخل شي.

د کوچیانو معترضې نوماندې فرزانې کوچۍ په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې سازمان شوې وګڼلې او ویې ویل چې په دې درغلیو کې د سیمه ییز دفتر کارکوونکو لاس درلود.

نوموړي زیاته کړه: ((حکومت دې هغه کسان محکمې ته راکش کړي چې په ټاکنو کې یې لاس وهلی او د خلکو له برخلیک سره یې لوبې کړې دي.))

دغه راز نوموړي زیاته کړه، که د کوچیانو غوښتنو ته یې رسېدنه ونه شي، دوی به په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي او په خپله حوزه کې به د ټاکنو مرکزونو ته اجازه ور نه کړي.

ټاکنیزو کمېسیونونو ویلي، له ټول هېواده یې زرګونه شکایات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې ټولو ته رسېدنه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.