ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان ته له را ستنو شوو کډوالو کورنيو سره د زرنج موټرسایکلونو مرسته وشوه

لغمان ته له را ستنو شوو کډوالو کورنيو سره د زرنج موټرسایکلونو مرسته وشوه

author avatar
14 Nov 2018 - 17:06
لغمان ته له را ستنو شوو کډوالو کورنيو سره د زرنج موټرسایکلونو مرسته وشوه
author avatar
14 Nov 2018 - 17:06

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): لغمان ولايت ته له کډوالۍ تازه راستانه شوو او داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د ۱۲ زرنج موټرسایلکونو مرسته ترسره شوه.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرستو د دغې لړۍ پیل د يوې غونډې پر مهال وشو.

هغه زياته کړه چې په دغو مراسمو کې والي، په ختیځ کې د UNHCR ادارې مشر او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي محمد وويل چې اداره يې په بېلابېلو برخو کې له کډوالۍ له راستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې ترسره کوي.

هغه زياته کړه چې نن په دې لړ کې له ۱۲ کورنیو سره د کورني اقتصاد پیاوړتیا او د بدیل معیشت د مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته یو نوی صفر کیلومتر زرنج موټرسایکل ورکړ.

نوموړي وویل، هغه کسان چې دغه مرسته ورسره ترسره کېږي، هڅه دې وکړي چې په لاسته راوړونکې ګټه باندې خپل کورونه وساتي او اړ نه شي چې بیا کډوالۍ ته مخه کړي.

د لغمان د والي اصف ننګ وويل، غه مرسته به د کورنيو په اقتصادي پياوړتيا کې ګټوره ثابته شي او هم به نورو هغو کورنيو ته چې په بهرنيو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او دلته د کار نه موجوديت له امله نه راځي، د راتګ ډاډ ورکړي.

هغه زياته کړه، په دې چارې سره به په مرکز او ولسوالیو کې د ګڼ شمېر هېوادوالو اقتصادي ستونزې حل او د حلالې نفقې پیدا کېدو ښه وسیله شي.

محمد قادر چې تازه له کډوالۍ راستون شوی او زرنج موټرسايکل ورکړل شوی، وويل، له دې وړاندې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ و او هیله من دی چې اوس به یې ګوزاره وشي.

د لغمان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د هر زرنج قیمت ۹۶زره افغانۍ دی چې د قانوني اسنادو لرونکي موټرسايکلونه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.