کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): په پارلماني چارو کې د دولت وزير ډاکتر فاروق وردګ وايي چې افغانستان او پا کستان دې د تقابل پر ځای د تفاهم لاره غوره کړي.
د پارلماني چارو وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر فاروق وردګ اسلام اباد ته د رسمي سفر پر مهال له خپل پاکستاني سيال علي محمد خان سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس هم ګډون درلود، دواړو لورو د خپلو وزارتونو په اړه معلومات شريک کړل.
علي محمد خان د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متقابلو اړیکو پر ټينګښت او پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سياسي ارادې ته په پام سره تر بل هر وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا او ټينګښت وخت راغلی دی.
د هغه په وينا، د پاکستان دولت په رښتينې توګه غواړي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت، ثبات او انکشاف په برخو کې بنسټیز رول ولوبوي.
د پاکستان د پارلماني چارو وزير دغه راز وويل، د پاکستان حکومت غواړي د پاسپورټونو او ويزو په برخه کې د دواړو هېوادونو خلکو ته زياته اسانتيا رامنځته او سوداګري پراخه کړي.
د افغانستان د پارلماني چارو وزير وويل چې د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ کلتوري، مذهبي او ژبنيو مشترکاتو ته په پام سره اړتيا ده چې دغه هېوادونه د تقابل پر ځای د تفاهم لاره غوره کړي، په ګډه د سيمه ييزې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او د سولې او ثبات لپاره عملي ګامونه واخلي.
نوموړي زیاته کړه: ((زموږ لویه موخه د سيمې په کچه د ثبات ټينګښت، انکشاف او د ولسونو رفاه ده چې په اړه يې بېلابېل چينلونه کار کوي، خو تر ټولو اغېزناک يې پارلماني ډيپلوماسي ده چې په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو د پارلمان د غړو ترمنځ د افکارو د تبادلې ګڼې غونډې شوې دي.
د هغه په وينا، تېر کال کابل ته د پاکستاني پلاوي له سفر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د اعادې پر لور یو مهم ګام و، تمه وه چې دې ته ورته د افغانستان پارلمان پلاوی هم پاکستان ته سفر وکړي؛ خو په پاکستان کې د لومړي وزير نوازشریف د حکومت د منحل کېدو، موقت حکومت رامنځته کېدو او د عمران خان د حکومت د جوړېدو له کبله دغه سفر وځنډېد.
فاروق وردګ دغه راز وويل چې په یاده موده کې په افغانستان کې یو شمېر خونړۍ تروريستي پېښې وشوې چې له کبله یې د پلاوو د تګ راتګ لړۍ پيکه کړه.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د یادو سفرونو لړۍ ادامه ومومي او له دې لارې په دواړو هېوادونو کې د بشپړې سولې او ثبات تأمین او خپلمنځي باور ته زمینه برابره شي.
د پاکستان د پارلماني چارو وزير علي محمد خان د افغانستان د پارلماني چارو د وزیر او د ولسمشر د ارشد سلاکار ښاغلي فاروق وردګ له څرګندونو کلک ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه موضوعات به د پاکستان د پارلمان او دولت له مشرانو سره شریک کړي او په تړاو به یې کوټلي ګامونه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن