ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترينکوټ کې ١٠ امنیتي سرتېري او ١٥ طالبان وژل شوي

په ترينکوټ کې ١٠ امنیتي سرتېري او ١٥ طالبان وژل شوي

author avatar
14 Nov 2018 - 14:46
په ترينکوټ کې ١٠ امنیتي سرتېري او ١٥ طالبان وژل شوي
author avatar
14 Nov 2018 - 14:46

ترينکوټ (پژواک، ٢٣ لړم ٩٧): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د ولايتي شورا مرستيال محمد کريم کريمي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ترينکوټ ښار اړوند د پاى ناوې په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو پر ګـډې قرارګاه او پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، چې هلته تر سهاره سخته جګړه روانه وه چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې په دې نښته کې د ملي اردو  او پوليسو ١٠ سرتېري وژل شوي او ٥ نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، دغه راز په ځوابي بريدونو کې تر ١٥ پورې وسله وال طالبان هم وژل شوي او تر دې زيات نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو بيا ويلي چې قرارګاه او پوستو ته يې سقوط ورکړى او ٣١ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې څو ورځې مخکې په ترينکوټ ښار کې د ګډو ځواکونو له خوا يو ځل بيا چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.