ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې نا امنیو خلک اندېښمن کړي

په غزني کې نا امنیو خلک اندېښمن کړي

author avatar
14 Nov 2018 - 15:47
په غزني کې نا امنیو خلک اندېښمن کړي
author avatar
14 Nov 2018 - 15:47

غزني ښار (پژاوک، ٢٣ لړم ٩٧): د غزني اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې نا امنۍ ډېرې شوې چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار اوسېدونکي يارمحمد د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيت ټينګښت په برخه کې يواځې ژمنې شوې، عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په قره باغ، اندړو، ده يک، مُقر، اب بند، خواجه عمري او زنخان ولسواليو کې د طالبانو بريدونه له حده ډېر شوي او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

ده زياته کړه: ((په دغو جګړو کې هره ورځ پوليس او د اردو سرتېري وژل کېږي، بايد غم يې وخوړل شي، بايد د امنيت ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وشي.))

همدارنګه د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري کلابند ده.

هغه وايي: ((ولسوالۍ کلابنده ده، خو امنيتي ارګانونه يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو اندېښنې ډېرېږي.))

ده وويل چې د قره باغ يواځې د ولسوالۍ مقام له حکومت سره دى، پاتې نورې برخې يې د طالبانو په کنټرول کې دي.

د نوموړي په وينا، د ولسوالۍ د بازار ټول دوکانونه او هوټلونه تړل شوي چې له امله خلک په سختو ستونزو کې دي.

دغه راز د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د نا امنۍ له امله د ولسوالۍ مرکز له ميري سيمې چهارديوال سيمې ته انتقال شوى دى.

هغه وايي: ((د ولسوالۍ پخوانى تعمير طالبانو پر ماينونو والوځاوه، اوس د ميري په بازار کې ډلې ډلې طالبان ګرځي، د خلکو په منځ کې سخته وېره خپره ده، حيران دي چې څه وکړي.))

همدارنګه د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني پژواک ته وويل چې دا مهال په ټولو ولسواليو کې جګړې روانې دي.

هغه وايي: ((درې ولسوالۍ امن وې چې اوس هلته هم جګړې روانې دي، نو هېڅ ځاى بې جګړې نه دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.