ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د ټاکنو مهندسي کېدو په صورت کې به لنډمهالې اداره بل غوراوی وي

حکمتیار: د ټاکنو مهندسي کېدو په صورت کې به لنډمهالې اداره بل غوراوی وي

author avatar
15 Nov 2018 - 20:15
حکمتیار: د ټاکنو مهندسي کېدو په صورت کې به لنډمهالې اداره بل غوراوی وي
author avatar
15 Nov 2018 - 20:15

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۷): حزب اسلامي د جمهوري ریاست ټاکنیز ټکټ جوړښت لپاره د ۲۷ سیاسي مطرح جریانونو سره هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړ چې ډېر ژر به د دې ټکټ غړي معرفي کړي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، نن په هغې خبري غونډه کې چې د ولسي جرګې ټاکنو اوولسم دور نوماندانو سره د مشورې لپاره په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې د سیاسي جریانونو، جمهوری ریاست او د حکومت اجرايي ریاست ترمنځ د ټاکنیز ټکټ پر تشکیل بحث دوام لري؛ خو هیڅ یوې ډلې خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

نوموړي زیاته کړه چې حزب اسلامي تر اوسه د اسلامي جمعیت ګوند په ګډون له ۲۵ ګوندونو سره په دې اړه بحث او نظریات تبادله کړي دي او له هغوی سره يې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې اترې کړې دي؛  خو د جمعیت اسلامي ګوند نظر يې جلا وباله.

هغه وايي، داسې ویل کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غنی هوډ لري، څو د سرور دانش، عطامحمد نور، ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد یونس قانوني او ضراراحمد مقبل په ګډون ټاکنیز ټکټ تشکیل کړي چې دا ټکټ بریالی نه دی.

حکمتیار، د اشرف غني ټاکنیز ټکټ بریا کمزورې وبلله او ويې ویل چې دا ټکټ بریالی نه دی او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو قومي حساسیتونو ته په کتو اشرف غني او عبدالله ته بیا ځل څوک رایه نه ورکوي.

نوموړي، د دې مطلب په څرګندولوسره چې اغېزناک ګوندونه د ((ملي یووالي سترې مجموعي) په نوم خپلو کې هوکړه کړې چې د تېرې ولسي جرګې او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه یو دریځ ولري، ويې وویل: ((باید ښکاره او روښانه دريځ ولري او په کلکه و درېږي او ټولې داخلي او بهرنۍ کړۍ دې ته وهڅوي چې د دوی معقولو غوښتونو ته توجه وکړي او د ولسمشريزو ټاکنو په اړه هم هوکړې ته رسېدلي چې یو ټکټ او یو کاندید باید ولري.))

هغه په ډاګه کړه چې له ټولو نړیوالو خواوو سره هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یو نوماند معرفي په تړاو د یادې جوړې شوې مجموعې له لوري خبري شوي دي او بهرنیانو هم د ګوندونو او سیاسي جریانونو له دې اقدام څخه هرکلی کړی دی.

نوموړي، د جمهوري ریاست ټاکنو ته د بې پرې نوماند معرفي کول مهم و بلل، ويې ويل چې دا مجموعه باید په داسې یو کس توافق وکړي چې ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او که له کوم هېواد سره تړلي شخص باندې هوکړه وشي، په هغه صورت کې به بیا پر افغانستان نیابتي او استخباراتي جګړې وتپل شي.

نوموړي دې موضوع ته په اشارې چې دې مجموعه کې اغېزناک او مهم ګوندونه شته، وویل: ((لکه حزب اسلامي، د اسلامي وحدت دواړه غاړې، اسلامي جنبش، ملي محاذ، افغان ملت او نور سیاسي ګوندونه شامل دي او جمعیت هم خپلې غیرموجه غوښتنې اعلان کړي او څه پټ پاتې نه دي.))

هغه په دې اړه چې جمعیت ګوند صدارتي نظام غواړي، وویل: ((په دې نظام کې ولسمشر او لومړی وزیر موجود وي او څو چې اجرایه ریاست د لويې جرګې له لوري تصویبېږي، په دې شرط چې ولسمشر به پښتون وي، تاجیک اجرايي رییس او لومړی وزیر غواړي چې دې موضوع ته قومي رنګ ورکړي او د تاجیکانو ونډه جمعیت ګوند ته اړوند شي او جمعیت د تاجیکانو یواځینی ممثل ځان وګرځوي، نظام دې هم فدرالي وي او د منتخبو والیانو او برېښنايي تذکرو په اړه هم ملاحظات ولري.))

نوموړي وویل چې جمعیت هم هوکړې ته رسېدلی او پرېکړه یې کړې چې پلاوی دې وټاکل شي، څو د راتلونکې کابينې د جوړښت او جمهوري ریاست نوماند څرنګوالي په اړه وروستی تصمیم ونیسي، خو جمعیت ګوند باید شرط وړاندې نه کړي.

د هغه په خبره، د شک ځای نه دی، په هر ټاکنیز ټکټ چې دا مجموعه لاس کېږدي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړي دور کې به د رایو په غوڅ اکثریت بریالی کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.