کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧): د افغان سولې په اړه د امريکا، متحده عربي اماراتو، سعودي او افغانستان ګډه غونډه جوړه شوه.
د اماراتو د دولتي اژانس د راپور له مخې، دا غونډه چې پرون د دغه هېواد په ابوظبۍ ښار کې جوړه شوې وه چې په کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ګډون کړى و.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د يادو هېوادونو استازو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خبرې وکړې او خليلزاد د خپلو هڅو په اړه معلومات شريک کړل.
په راپور کې راغلي چې د غونډې ټولو ګډونوالو د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې پر يو داسې ميکانېزم سره سلا شول چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دغه غونډه ګټوره بللې ده.
د يادونې ده، د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمې ته پر خپل دويم سفر راوتلی، هغه لومړى سفر کابل ته وکړ او له افغان مشرانو او سياسيونو سره يې د سولې پر پروسې تفصيلي خبرې وکړې.
هغه په خپل تېر سفر کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم ليدلي وو.
د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټز پرون د قطر د دفاع له وزير سره په ليدنه کې په افغان سوله کې د قطر د رول ستاينه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده هيتر نورټ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې زلمى خليلزاد د افغان سولې لپاره سختې هلې ځلې کوي.
هغې زياته کړې، خليلزاد سيمې ته د سولې پر خپل دويم سفر بوخت دى او د هغه هڅې دا په ډاګه کوي چې امريکا په افغانستان کې د اوږودمهاله سولې لپاره ژمنه ده.
نوموړې هيله څرګنده کړې چې امريکا به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د اسانتياوو په رامنځته کولو کې بريالۍ شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، د سولې پروسه د افغان حکومت په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي او په دې برخه کې د امريکا دريځ کې کوم بدلون نه دى راغلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن