ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله : د ادارو ترمنځ نه همغږۍ فرصتونه او په میلیونونو ډالر ضایع کړي دي

عبدالله : د ادارو ترمنځ نه همغږۍ فرصتونه او په میلیونونو ډالر ضایع کړي دي

author avatar
15 Nov 2018 - 18:09
عبدالله : د ادارو ترمنځ نه همغږۍ فرصتونه او په میلیونونو ډالر ضایع کړي دي
author avatar
15 Nov 2018 - 18:09

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧) : د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د پخواني حکومت ناسمې پرېکړې د قیصار او لامان سړک له ننګونو سره مخ کړی دی.

نوموړى چې نن یې په سپېدار ماڼۍ کې د بنسټونو د روڼتیا نوښت له لوري، د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د روڼتیا د تامین له ډاډ څخه د لومړني ګزارش ورکولو په اړه جوړه شوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې دغه راپور به له افغان حکومت سره د پروژو د کیفیت د بهبود، سپما او د ستونزو په راکمولو کې مرسته وکړي.
هغه د دې راپور له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې په دې راپور کې ستونزې په ښه ډول سره تشخیص شوي او اړونده ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د پروژو په ترسره کولو کې له یوې خوا خلک دخیل کړي، چې د پروژې د مالکیت احساس وکړي، له بلې خوا دې پرې د مدني ټولنو او رسنیو د څار لپاره زمینه برابره کړي.

اجرايیه رييس دغه راز سکتوري ادارو ته لارښوونه وکړه چې د پروژو د پلي کولو او قرارداد پر مهال روڼتیا ته پاملرنه وکړي او خلک له شفافیت څخه ډاډ من کړي.

 عبدالله وویل، د خلکو له لوري د پروژو د مالکیت فرهنګ باید دود شي. خلک باید ډاډه شي چې دوی د هرې بنسټیزې پروژې مالکان دي. کله چې خلک ډاډمن شي په هغه صورت کې ترې څارنه او ساتنه هم کوي. سکتوري وزارتونه باید دا مساله درک او ورته پاملرنه وکړي.

هغه په تېرحکومت کې د بنسټیزو پروژو د ترسره کولو پر مهال د اړونده ادارو ترمنځ په نه همغږۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوس د ټولو ادارو ترمنځ د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې همغږي رامنځته شوې او ټولې چارې په یوه مهال ترسره کوي.

د نوموړي په وينا، پخوا به چې سړک تېرېده، د نوري فایبر، ویالو او نورو اړونده مسایلو په اړه به پاملرنه نه کېده او مربوطه ادارې به جریان کې نه وې، چې له امله به یې سړک زیانمن و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.