ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې لږ تر لږه ۳۵ امنیتي سرتېري وژل شوي

فراه کې لږ تر لږه ۳۵ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
15 Nov 2018 - 11:57
فراه کې لږ تر لږه ۳۵ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
15 Nov 2018 - 11:57

فراه ښار (پژواک، ۲۴ لړم ۹۷): د فراه ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه پر ښار، د بالابلوک او پشت کوه پر ولسوالیو بریدونه کړي دي.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي چې طالبانو د هرات- کندهار لویې لارې په اوږدو کې د بالابلوک ولسوالۍ په ((اب خرما)) سيمه کې د ملي اردو او پولیسو پر یوه کنډک ډله ییز برید کړی دی چې لږ تر لږه د اردو او پولیسو ۳۰ سرتېري يې وژلي دي.

د نعیمي په وینا، په نورو بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګه ژوبله اوښتې خو شمېر يې څرګند نه دی.

دغه راز د فراه ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزی هم وايي که څه هم تر اوسه د اب خرما سیمه کې د ملي اردو او پولیسو کنډک سرتېرو د مرګ ژوبلې کره شمېره جوته نه ده، خو په دغه کنډک کې ۴۵ پولیس او د ملي اردو سرتېري ځای پر ځای وو چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د ملي اردو ۱۵ سرتېري او له ۱۵ تر ۲۰ پولیس سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وويل، د ملي اردو او پولیسو یاد کنډک خاک سفید ولسوالۍ کې ځای پر ځای وو خو درې ورځې وړاندې دغه کنډک اب خرما سيمې ته لېږدول شوی و.

د ولايتي شورا یاد غړي په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په تېره نږدې یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو ۲۵۰ کسان د طالبانو په یرغلیزو بریدونو کې وژل شوي دي.

په ورته مهال د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب هم ومنله چې طالبانو پر فراه ښار، د بالابلوک اب خرما سيمې، پشت کوه او پشت رود ولسوالیو بریدونه کړي خو وايي چې په دغو بریدونو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې تر اوسه یې شمير څرګند نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې د فراه ښار پر ځینو برخو، پشت کوه او پشت رود ولسوالیو د طالبانو په یرغلیزو بریدونو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د طالبانو بریدونو پخلی کوي او وايي چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د اب خرما په سيمه کې د اردو او پولیسو کنډک ته د خپلو شپږو نفوذي کسانو په همکارۍ دننه شول او څه باندې ۳۰ امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د طالبانو په یرغلیز برید کې ۴۵ سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.