ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا يو ځل بيا له پاکستانه د ترهګرو ضد جدي او عملي اقدامات غوښتي

امريکا يو ځل بيا له پاکستانه د ترهګرو ضد جدي او عملي اقدامات غوښتي

author avatar
15 Nov 2018 - 12:20
امريکا يو ځل بيا له پاکستانه د ترهګرو ضد جدي او عملي اقدامات غوښتي
author avatar
15 Nov 2018 - 12:20

واشنګټن (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧): امريکا يو ځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي او عملي اقدامات وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د مبارزې د همغږۍ مسوول نتان اليګزنډر ساليس پرون د کانګرېس يوې غونډې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې چې پاکستان بايد د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې نور عملي او جدي اقدامات وکړي.

نوموړي ويلي: ((د نړۍ په  هره سيمه کې چې څوک د ترهګرو د ملاتړو لپاره کار کوي، زموږ د اندېښنې وړ وي، په دې برخه کې مو په لوړه کچه له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرو پر ضد دې نور اقدامات وکړي.))

دغه امريکايي چارواکي زياته کړې، پاکستان پخوا د القاعدې پر ضد ښه اقدامات کړي، خو امريکا ترې غواړي چې د حقاني  ډلې، لشکر طيبه او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې هم جدي اقدامات وکړي.

د امريکا د کانګرېس يوه غړي ټيډ پوي غونډې ته بيا ويلي چې پاکستان په دې برخه کې ښه رول نه دى ترسره کړى، ترهګر له کلونو راهيسې له پاکستانه افغانستان ته راځي او هلته بيا ورانکارې ګړنې ترسره کوي.

هغه زياته کړې: ((پاکستان هر کال له امريکا ميليونونه ډالر اخلي، خو هغوى بيا هم د ترهګرو پر وړاندې سم اقدامات نه کوي. ترهګرو ته يې خوندي ځالې ورکړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.