د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکمتیار: د ټاکنو مهندسي کېدو په صورت کې به لنډمهالې اداره بل غوراوی وي

حکمتیار: د ټاکنو مهندسي کېدو په صورت کې به لنډمهالې اداره بل غوراوی وي

Nov 15, 2018 - 20:15

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۷): حزب اسلامي د جمهوري ریاست ټاکنیز ټکټ جوړښت لپاره د ۲۷ سیاسي مطرح جریانونو سره هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړ چې ډېر ژر به د دې ټکټ غړي معرفي کړي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، نن په هغې خبري غونډه کې چې د ولسي جرګې ټاکنو اوولسم دور نوماندانو سره د مشورې لپاره په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې د سیاسي جریانونو، جمهوری ریاست او د حکومت اجرايي ریاست ترمنځ د ټاکنیز ټکټ پر تشکیل بحث دوام لري؛ خو هیڅ یوې ډلې خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

نوموړي زیاته کړه چې حزب اسلامي تر اوسه د اسلامي جمعیت ګوند په ګډون له ۲۵ ګوندونو سره په دې اړه بحث او نظریات تبادله کړي دي او له هغوی سره يې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې اترې کړې دي؛  خو د جمعیت اسلامي ګوند نظر يې جلا وباله.

هغه وايي، داسې ویل کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غنی هوډ لري، څو د سرور دانش، عطامحمد نور، ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد یونس قانوني او ضراراحمد مقبل په ګډون ټاکنیز ټکټ تشکیل کړي چې دا ټکټ بریالی نه دی.

حکمتیار، د اشرف غني ټاکنیز ټکټ بریا کمزورې وبلله او ويې ویل چې دا ټکټ بریالی نه دی او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو قومي حساسیتونو ته په کتو اشرف غني او عبدالله ته بیا ځل څوک رایه نه ورکوي.

نوموړي، د دې مطلب په څرګندولوسره چې اغېزناک ګوندونه د ((ملي یووالي سترې مجموعي) په نوم خپلو کې هوکړه کړې چې د تېرې ولسي جرګې او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه یو دریځ ولري، ويې وویل: ((باید ښکاره او روښانه دريځ ولري او په کلکه و درېږي او ټولې داخلي او بهرنۍ کړۍ دې ته وهڅوي چې د دوی معقولو غوښتونو ته توجه وکړي او د ولسمشريزو ټاکنو په اړه هم هوکړې ته رسېدلي چې یو ټکټ او یو کاندید باید ولري.))

هغه په ډاګه کړه چې له ټولو نړیوالو خواوو سره هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یو نوماند معرفي په تړاو د یادې جوړې شوې مجموعې له لوري خبري شوي دي او بهرنیانو هم د ګوندونو او سیاسي جریانونو له دې اقدام څخه هرکلی کړی دی.

نوموړي، د جمهوري ریاست ټاکنو ته د بې پرې نوماند معرفي کول مهم و بلل، ويې ويل چې دا مجموعه باید په داسې یو کس توافق وکړي چې ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او که له کوم هېواد سره تړلي شخص باندې هوکړه وشي، په هغه صورت کې به بیا پر افغانستان نیابتي او استخباراتي جګړې وتپل شي.

نوموړي دې موضوع ته په اشارې چې دې مجموعه کې اغېزناک او مهم ګوندونه شته، وویل: ((لکه حزب اسلامي، د اسلامي وحدت دواړه غاړې، اسلامي جنبش، ملي محاذ، افغان ملت او نور سیاسي ګوندونه شامل دي او جمعیت هم خپلې غیرموجه غوښتنې اعلان کړي او څه پټ پاتې نه دي.))

هغه په دې اړه چې جمعیت ګوند صدارتي نظام غواړي، وویل: ((په دې نظام کې ولسمشر او لومړی وزیر موجود وي او څو چې اجرایه ریاست د لويې جرګې له لوري تصویبېږي، په دې شرط چې ولسمشر به پښتون وي، تاجیک اجرايي رییس او لومړی وزیر غواړي چې دې موضوع ته قومي رنګ ورکړي او د تاجیکانو ونډه جمعیت ګوند ته اړوند شي او جمعیت د تاجیکانو یواځینی ممثل ځان وګرځوي، نظام دې هم فدرالي وي او د منتخبو والیانو او برېښنايي تذکرو په اړه هم ملاحظات ولري.))

نوموړي وویل چې جمعیت هم هوکړې ته رسېدلی او پرېکړه یې کړې چې پلاوی دې وټاکل شي، څو د راتلونکې کابينې د جوړښت او جمهوري ریاست نوماند څرنګوالي په اړه وروستی تصمیم ونیسي، خو جمعیت ګوند باید شرط وړاندې نه کړي.

د هغه په خبره، د شک ځای نه دی، په هر ټاکنیز ټکټ چې دا مجموعه لاس کېږدي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړي دور کې به د رایو په غوڅ اکثریت بریالی کېږي.

حکمتیار دې موضوع ته په اشارې چې د موجوده نظام او اساسي قانون په رڼا کې به د جمهوري ریاست ټاکنو کې ګډون کوي، هیله مندي يې وښوده چې جمعیت دې اشتباه نه کوي او داسې لار دې نه غوره کړي چې منزوي نه شي.

نوموړي د دې مطلب په بیانولو سره چې په دې برخه کې له محمد حنیف اتمر، محمد عمر داوودزي او انوارالحق احدي سره خبرې شوي دي، وویل که جمعیت ګوند له دې مجموعې سره یوځای شې، هرکلی يې کوي.

د حزب اسلامي مشر د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره مخالفت وښود، ويې ویل چې د موقت حکومت جوړېدو او ټاکنو په اړه چې کومې ګونګوسې اورېدل کېږي، معمولاً د هغو کسانو له لوري مطرح کېږي چې د افغان ولس په منځ کې ولسي ريښې نه لري او د خلکو له ملاتړ څخه برخمن نه دي.

د هغه په خبره، څوک چې د لنډمهالې ادارې په جوړښت ټینګار کوي، بیا ځل خپل بخت ازمایي، خو اجازه به ور نه کړل شي.

نوموړی وايي، که حکومت د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو کې د مهندسي او درغلیو په لټه کې وي، په دې صورت کې ګوندونه او سیاسي جریانونه اړ دي چې د موقت حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړي.

حکمتیار زیاته کړه: ((موږ د ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدو مخالف یو، که افغان حکومت د تېرو ولسي جرګې ټاکنو په څېر د زړو وسایلو په کارولو سره د درغلیو غوښتونکی وي، په دې صورت کې موږ اړ یو چې یوې لنډمهالې ادارې ته د واک په لېږد چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د منلو وړ وي، غور وکړو.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking