جلال اباد (پژواک، ۲۴ لړم ۹۷): د پاکستاني د پوليس افسر طاهر داوړ مړی چې دوه ورځې مخکې د ننګرهار په مومندره کې موندل شوی و، د قومي مشرانو په منځګړتوب د کوزې پښتونخوا قبايلي مشرانو ته وسپارل شو.
طاهر داوړ چې د پاکستان د پېښور ښار د پوليسو افسر و، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه نادرکه شوی و او درې ورځې مخکې يې مړی په ننګرهار کې وموندل شو.
د ختيځې سيمې او کوزې پښتونخوا مشرانو نن (د لړم ۲۴مه) په ننګرهار کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې طاهر داوړ په پاکستان کې وژل شوی او بيا يې جسد د مومندرې ولسوالۍ غوړکۍ سيمه کې د پاکستاني پوځ د پوستې په سل مترۍ کې موندل شوی دی.
دوی له افغان حکومته غوښتنه کوله چې د طاهر داوړ جسد دې پاکستاني حکومت نه، بلکې دوی ته وسپاري او دوی به يې د کوزې پښتونخوا قبايلي مشرانو ته وسپاري چې له کوم سياسي اړخ پرته خاورو ته وسپارل شي.
د کوزې پښتونخوا سياسي او مدني فعال امتياز وزير چې د نوموړي د جسد ترلاسه کولو لپاره راغلی و، وويل چې طاهر داوړ د پاکستان حکومت له اسلام اباده تښتولى و ، همالته يې وژلی او بيا په دې خاطر چې د لر او برو پښتنو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي، جسد يې په ننګرهار کې غورځولی دی.
هغه زياته کړه، دوی د داوړ جسد په خپله د قومي او قبايلي مشرانو په همکارۍ خښوي او د پاکستان حکومت ته يې په هېڅ صورت نه سپاري.
دغه راز د شمالي وزيرستان يو قومي او قبايلي مشر د پاکستان حکومت ته ګوتڅنډنه وکړه، که غواړي د ډيورنډ کرښه همداسې ثابته پاتې شي؛ نو د پښتنو له بې ګناه وژلو دې لاس واخلي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي فريدون مومند وويل، د طاهر داوړ جسد د مونددرې ولسوالۍ د غوړکي په سيمه کې د پاکستان پوځ له پوستې سره په څو مترۍ کې موندل شوی، خو دا چې چېرته وژل شوی، معلومات يې نه درلودل.
نوموړي د طاهر داوړ مرموزه وژنه د پښتنو د بېلوالي دسيسه وبلله؛ خو ټينګار يې وکړ چې اوس پښتانه په دې ډول دسيسو نه غولېږي او باور لري چې دا يوه دسيسه ده.
د ننګرهار ولايت يو ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي له حکومته وغوښتل چې د طاهر داوړ جسد دوی ته وسپاري، دوی به يې په تورخم کې د کوزې پښتونخوا قومي مخورو او د هغه د کورنۍ غړو ته وسپاري چې وروسته د ولايتي ادارې له لوري ورسره ومنل شوه.
د شينوارو قومي مشر ملک دريا خان غوښتنه وکړه چې افغان او د پاکستان حکومتونه دې په ګډه د طاهر داوړ د وژل کېدو قضيه وڅېړي او پايلې دې يې له ولسونو سره شریکې کړي؛ خو ټينګار يې وکړ چې پاکستان حکومت هم بايد دغه ځواب ورکړي چې څنګه د هغوی له پلازمېنې د هغوی يو افسر تښتول کېږي او بيا يې جسد په ننګرهار کې موندل کېږي.
د کونړ يو قومي مشر ملک غلام نبي د طاهر داوړ د مړينې درد او غم د لر او برو پښتنو ګډ وير یاد کړ او ویې ویل که د پاکستان د حکومت ډار نه وای؛ نو دوی د داوړ خاورو ته د سپارلو مراسمو کې هم برخه اخيستی وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن