ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت شورا: امنيتي ارګانونه دې پر مخالفينو خپلو بريدونو ته زور ورکړي

د ملي امنيت شورا: امنيتي ارګانونه دې پر مخالفينو خپلو بريدونو ته زور ورکړي

author avatar
15 Nov 2018 - 19:26
د ملي امنيت شورا: امنيتي ارګانونه دې پر مخالفينو خپلو بريدونو ته زور ورکړي
author avatar
15 Nov 2018 - 19:26

کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٧): د ملي امنيت شورا له امنيتي ارګانونو غوښتي چې په ټول هېواد کې پر مخالفينو خپلو بريدونو ته زور ورکړي.

له يادې شورا څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه همدا اوس د غزني، فراه، بغلان، کندوز، تخار، زابل او غور ولایتونو په ګډون ټول هېواد کې د مخالفينو په ځپلو بوخت دي.

سرچينه کاږي، د افغانستان د خلکو دښمنان زموږ له وسله وال پوځ سره د مخامخ جګړې په هر پړاو کې د درنې مرګ ژوبلې په ورکولو او د هېواد د مسلحو قوتونو د قربانیو له برکته ماتې سره مخامخ شوي دي، نو له همدې کبله یې د ملکي وګړو په وژلو خپله جنګي تګلاره بدله کړې، چې د دغو ډلو د کمزورتیا ښکارندوي کوي.

سرچينه زياتوي، د ملي امنیت شورا له ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع برخه کې د هېواد د ټولو مسلح قوتونو له قربانیو او همداراز د هغوی له کورنیو چې خپل بچیان يې دې لارې ته روزلي و، قدرداني او ستاینه کوي. د پوهنې، پراختیا او نورو ټولو برخو کې موجود پرمختګونه له شک پرته، چې د هېواد د وسله وال پوځ د قربانیو په نتیجه کې تر لاسه شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان د خلکو دښمنان به هېڅکله خپلو اهدافو ته چې د خلکو منځ کې د وحشت خورول دي، ونه رسېږي او د هېواد درانه ولسونه چې تل يې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی دی، د خپل ملاتړ په دوام  به دښمن ته اجازه ورنه کړي چې د وحشت فضا رامنځ ته کړي.

د امنيت شورا ويلي: "په داسې حال کې چې زموږ هېوادوال له طبیعي وچکالۍ او د ژمي له سړښت سره مخامخ دي، طالبانو د بشري ضد بریدونو په ترسره کولو، تحمیلي جګړې ته دوام ورکړی دی. په ډېر تاسف چې په دې سیمو کې د هغوی تاوتریخوالي زېږوونکو اعمالو د خلکو ستونزې زیاتې کړي او هغوی ته یې زیان اړولی دی."

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا دفتر له اړوندو ارګانونو غوښتي، چې د خلکو د ژوند خوندیتوب او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کموالي په موخه، ټول هېواد کې پر دښمن خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

سرچينه زياتوي، وروستیو جګړو یو شمېر کورنۍ بې ځایه کړي، چې ځینې هېوادوالو ورسره مرسته هم کړې دي. په عین حال کې حکومت او مرستندویه بنسټونو هم لومړني مواد او بشپر پاله مرستې هغوی ته رسولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.