ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پوهنتون لیلیې د محصلینو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی

د کابل پوهنتون لیلیې د محصلینو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی

author avatar
15 Nov 2018 - 14:30
د کابل پوهنتون لیلیې د محصلینو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی
author avatar
15 Nov 2018 - 14:30

کابل (پژواک، ۲۴ عقرب ۹۷): د کابل پوهنتون د لیليې د یو شمېر محصلینو ترمنځ نن له لفظي شخړې وروسته اخ و ډب رامنځته شوی دی.

د دغه پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېیم کال محصل فواد احمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د جګړې په اړه بحث د دې شخړې لامل شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې دوه ډلې محصلین په خپلو کې اخته شول.

نوموړي زیاته کړه چې د محصلینو خورولو لپاره امنیتي ځواکونو هوايي ډزې وکړې خو بیا هم د محصلینو ترمنځ اخ و ډب دوام درلود.

د محصلینو ترمنځ یاده شخړه له نږدې ۱۲:۳۰ بجو پیل او له غرمې وروسته تر یوې بجې روانه وه.

ځینو نورو محصلینو هم د کابل پوهنتون لیلیه کې نښته تایید کړه او ويې ویل چې د نظر اختلاف د محصلینو ترمنځ د نښتې لامل شوی دی.

په ورته مهال د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون ویاند عبدالبصیر مجاهد د دې نښتې په تایید سره وویل چې د چټک غبرګون ځواکونه او د درېيمې امنیتي حوزې پولیس سيمې ته لېږل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.