کابل(پژواک،۲۵لړم۹۷): په هرات کې د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله يوتن مړ او ١٦نور ټپيان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سر طبيب ډاکټر عارف جلالي د لړم په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل چې يو مسافر وړونکى فلانکوچ موټر له هرات ښار څخه د کشک ولسوالۍ پر لور حرکت کړى و چې له سړک څخه اوښتى او چپه شوى دى.
هغه وويل چې په دغې ترافيکي پېښه کې يوتن مړ شوى او ١٦نور ټپيان دي.
جلالي زياته کړه چې په ټپيانو کې څلور ښځې او يو ماشوم هم شامل دي چې اوس د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
هغه د موټر ګړندى تګ ددغې ترافيکي پېښې لامل په ګوته کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن