ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت د ٦٩وسله والو مخالفينو د وژلو  ادعا وکړه

ملي دفاع وزارت د ٦٩وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا وکړه

author avatar
16 Nov 2018 - 11:25
ملي دفاع وزارت د ٦٩وسله والو مخالفينو د وژلو  ادعا وکړه
author avatar
16 Nov 2018 - 11:25

کابل(پژواک،۲۵لړم۹۷): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٦٩وسله وال مخالفين وژلي او ١٥نور يې ټپيان کړي دي.

 د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات په  لغمان، ننګرهار، پکتیکا، غزني، پکتیا، میدان وردګ،کندهار،اروزګان،فراه،غور، تخار، فاریاب هلمند او نیمروز ولايتونو کې تر سره شوي دي.

سرچينې ويلي چې ١٩وسله وال د پکتيا په زرمت ، ١٦د غور په چهارصدې، ٧ د هلمند په نوزاد،٦د فراه په پشترود او ٦د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

 دغه راز دفاع وزارت وايي چې څلور وسله وال د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار،څلور د اروزګان په مرکز ترينکوټ ، درې د پکتيکا په خوشامندولسوالۍ، دوه د فارياب په پشتونکوټ او دوه په غزني ولايت کې وژل شوي دي.

 سرچينه وايي چې ١٥وسله وال ، په فراه ، اروزګان ، پکتيکا ، غزني او فارياب  ولايتونو کې ټپيان شوي دي.

 دفاع وزارت وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې ډېره وسله، مهمات  او چاودېدونکي توکي د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.