کابل(پژواک،۲۵لړم۹۷):پوليس وايي چې د کابل پوهنتون ٣٥محصلين يې په دغه پوهنتون کې د تېرې ورځې د اخ و ډب په تړاو نيولي او له هغوى څخه څېړنې پيل شوې دي.
تېره ورځ د کابل پوهنتون د ليليې په خوړنځي کې د دوو محصلينو تر لفظي شخړې وروسته د محصلينو ترمنځ اخ وډب رامنځته شو.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، امنيتي منسوبينو د محصلينو د خورولوپه موخه هوايي ډزې وکړې، خو له هغه سره هم محصلينو اخ وډب ته دوام ورکړ او دغه حالت د مازيګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړ.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک ته وويل چې د اخ وډب او مرميو په وسيله يو محصل وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
د مجاهد په خبره، چې ددغې شخړې له دواړو لوريو څخه ٣٥محصلين نيول شوي او تر نظارت لاندې دي .
د هغه په وينا، چې د پوهنتون ليليه اوس تړل شوې او د پوليسو څېړنې روانې دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن