ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۱زره کروندګرو ته اصلاح شوی تخم او سره وېشل کېږي

ننګرهار کې ۱۱زره کروندګرو ته اصلاح شوی تخم او سره وېشل کېږي

author avatar
17 Nov 2018 - 15:55
ننګرهار کې ۱۱زره کروندګرو ته اصلاح شوی تخم او سره وېشل کېږي
author avatar
17 Nov 2018 - 15:55

جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۷): د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت د ټولو ولسواليو ۱۱ زره کروندګرو ته د ۱۶۵۰ مټريک ټُنه د غنمو اصلاح شوی تخم او سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

چارواکي وايي، دغه چاره به وکولی شي چې کروندګر په ځمکو کې د کوکنارو پر ځای د غنمو کر ته وهڅوي.

د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري کروندګرو ته د همکارۍ دغه لړۍ د لړم په ۲۶مه د دغه ولايت د ميکانيزې په اداره کې پیل شوه.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس نورالله سباون وویل، د دغه ولایت ۱۱زره بزګرانو ته یې ۱۱ سوه مټريک ټنه د سپینې سرې او ۵۵۰ مټریک ټنه یې د غنمو اصلاح شوی تخم مرسته پیل کړه.

د نوموړي په وينا، دغه مرسته به د کوپوني سیستم له لارې په لومړي ځل د سره رود، بهسودو، روداتو، دره نور او ګوشتې ولسواليو ۲۸ سوه بزګرانو ته ۱۴۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او دوه سوه اتیا مټریک ټنه سپینه سره ورکړي او دا لړۍ به د ۱۱۰۰۰ بزګرانو ته وغځول شي.

هغه زیاته کړه چې اوس یې هر بزګر ته د ۱۹۷۶ افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اصلاح شوی تخم او  ۱۰۰ کیلو سپینه سره ورکړه، څو په دوه جریبه ځمکه کې ترې د کر په موخه ګټه واخلي.

د کرنې د رييس د معلوماتو له مخې، کروندګرو ته دغه سره او اصلاح شوی تخم له شپېته سلنه تخفيف سره ورکول کيږي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات هیله وښوده چې د بزګرانو له لوري د اصلاح شوو تخمونو په کرلو سره به د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي او په ملي کچه له بهرنیو هېوادونو د را واردولو پر ځای به صادرات پيل شي.

هغه وويل، بزګرانو پرېکړه کړې چې سږ کال به هېڅوک په خپلو ځمکو کې کوکنار نه کري او په هغو سیمو کې چې یاده چاره ترسره شي، له دندو د مسوولینو د ګوښه کېدو تر څنګ به له بزګرانو سره تر ټولو سخت قانوني چلند وکړي.

کروندګرو که څه هم د اصلاح شوو تخمونو او سرې له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه خو ټينګار يې وکړ چې د حاصلاتو بازارموندې برخې ته باید ډېر کار وشي.

د سره رود ولسوالۍ يو کروندګر سبحان الله وويل، دا ډول مرستې ورته ډېرې ګټورې دي خو د نشه یې توکو کښت د مخنیوي په موخه دې له دوی سره لا زیاتې مرستې ترسره شي.

له بزګرانو سره یادې مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې مسوولینو د نشه یې توکو کښت د مخنیوي په موخه چټکې هلې ځلې پیل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.