ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نورستان کې د نا امنیو له امله د ښځو ستونزو ته رسېدنه نه کېږي

په نورستان کې د نا امنیو له امله د ښځو ستونزو ته رسېدنه نه کېږي

author avatar
17 Nov 2018 - 16:08
په نورستان کې د نا امنیو له امله د ښځو ستونزو ته رسېدنه نه کېږي
author avatar
17 Nov 2018 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۷): د نورستان د ښځو چارو رييسه وايي، په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي او د نا امنیو له امله يې د حل لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

تهمينه موحد چې شاوخوا مياشت وړاندې پر دې دنده سرپرسته ګومارل شوې، وايي تر اوسه يې يوازې د ښځو پر وړاندې د پرتو ستونزو موندلو په برخه کې کار کړی چې په نږدې راتلونکي کې به يې د حل لپاره پلانونه هم جوړ کړي.

هغې له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال ومنله چې په تېرو څو کلونو کې د نورستان ولايت د مېرمنو په ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

تهمينې موحد وويل، د نورستان ښځې لا هم درانه او شاقه کارونه کوي، روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او دغه راز په ډېرو سيمو کې د تعليم له نعمت هم بې برخې دي.

نوموړې زياته کړه، د روغتيا برخه کې په ډېرو سيمو کې روغتيايي مرکزونه نشته، د ښځينه ډاکترانو د نه موجوديت ستونزه شته چې له امله يې ډېرې ميندې د زېږون پر مهال د مرګ تر ګواښه رسېږي.

د مېرمن موحد په وينا، د پوهنې په برخه کې هم ډېرې نيمګړتياوې شته او حتی ډېرې ولسوالۍ خو ښځينه ښوونکې هم نه لري.

دې وړاندې وويل: ((دا چې يوه مياشت کېږي، په دې دنده ګومارل شوې يم، تر اوسه مې د حل لپاره کوم پلان نه دی جوړ کړی، خو د ستونزو راټولولو لپاره مې ډېرې هلې ځلې کړې او ستونزې مې په ګوته کړې دي.))

تهمينه موحد وايي، يادې ستونزې يې د پوهنې په برخه کې د پوهنې له رييس، د روغتيا په برخه کې د روغتيا له رييس او دغه راز يې له والي سره هم شريکې کړې دي.

هغې يادونه وکړه، د اړوندو مسوولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شوی، که ورته منظم پلانونه جوړ کړي، نو يادې ستونزې به حل کړي.

موحد ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره يې پر پلانونو کار پيل کړی او له وزارت سره يې هم تر يوه حده شريک کړي دي.

خو دا وايي چې په دغه ولايت کې نا امني د دې لامل شوې چې له امله يې د ښځو د ستونزو د حل لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

تهمينې موحد اندېښنه وښوده، که بيا هم نا امني موجوده وي نو ښايي د مېرمنو په ژوند کې بيا هم تغيير رامنځته نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.