ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ولسي جرګې ځينو غړو د لنډمهال حکومت مخالفت وکړ او د سولې روښانه تګلاره يې وغوښته

​د ولسي جرګې ځينو غړو د لنډمهال حکومت مخالفت وکړ او د سولې روښانه تګلاره يې وغوښته

author avatar
17 Nov 2018 - 16:54
​د ولسي جرګې ځينو غړو د لنډمهال حکومت مخالفت وکړ او د سولې روښانه تګلاره يې وغوښته
author avatar
17 Nov 2018 - 16:54

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۷): د لسي جرګې يو شمېر غړو په هېواد کې د موقت حکومت جوړېدل د کورنيو جګړو پيل بولي او وايي چې حکومت بايد د سولې لپاره روښانه تګلاره جوړه کړي.

دغه راز د جرګې ځينو غړو لا هم د غزني د جاغوري او مالستان ولسواليو وضعيت اندېښمن وباله او له حکومته يې وغوښتل چې له بېځايه شوو کورنيو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.

د ولسي جرګې غړي غلام حسين ناصري نن د دې جرګې په عمومي ناسته کې وويل چې حکومت بايد پر خپل وخت د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدو لپاره اړين اقدامات ترسره کړي، څو ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

هغه زياته کړه: "ټاکنې د افغانستان د ستونزو د حل يواځېنۍ لاره ده، مؤقت حکومت د هېواد په ګټه نه دی؛ هېڅوک د بل چا مشري نه مني که چېرې مؤقت حکومت رامنځته شي نو په هېواد کې به کورنۍ جګړې پيل شي."

د ولسي جرګې غړی ظهير سعادت وايي چې سوله د هر افغان غوښتنه ده خو اړينه ده چې د سولې لپاره داسې منظمه تګلاره جوړه شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

هغه زياتوي، د سولې خبرې او مذاکرات پياوړي مديريت ته اړتيا لري او بايد د سولې له هرې کړنې هر افغان خبر وي.

ده وويل چې په هېواد کې د روانو ستونزو او کشالو يواځېنۍ لار پر خپل وخت د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل دي چې بايد پر خپل وخت ترسره شي.

سعادت هم د مؤقت حکومت جوړېدل د هېواد پر زيان ګڼي او زياتوي چې کېدای شي د موقت حکومت رامنځته کېدل په افغانستان کې د نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي.

د ولسي جرګې غړي چمن شاه اعتمادي وويل له دې سره سره چې غزني ولايت ته تازه دمه سرتېري لېږل شوي خو لا هم د غزني په جاغوري او مالستان ولسواليو کې وضعيت عادي حالت ته نه دي ګرځېدلی.

هغه زياتوي: "موږ له حکومته غواړو چې امنيتي ځواکونو ته امر وکړي څو په جاغوري او مالستان ولسواليو کې پوځي او چاڼيز عمليات پيل کړي چې دغه سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شي."

د دې جرګې غړې نفيسه عظيمي وايي، کوم ځواکونه چې غزني ته استول شوي، د جګړې اراده نه لري او تر دې دمه لا په سيمه کې وضعيت کړکېچن دی.

هغې زياته کړه: "د غزني له جګړې ۱۶زره هغو بې ځايه شوو کورنيو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او بله دا حکومت بايد په غزني تر چانيزو عملياتو وروسته په سيمه کې دومره امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي څو وسله وال مخالفين د دې جوګه نه شي چې بيا سيمه ونيسي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.