ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد بيا په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي

خليلزاد بيا په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي

author avatar
17 Nov 2018 - 15:57
خليلزاد بيا په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي
author avatar
17 Nov 2018 - 15:57

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): سرچينې وايي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دويم ځل لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي.

ځينو ملي او نړيوالو رسنيو خبر ورکړى چې زلمى خليلزاد د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په قطر کې د طالبانو له دوو استازو سره ليدلي دي.

سميع يوسفزى چې له طالبانو سره نـږدې اړيکې لري، د لړم په ٢٦مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې له خليلزاد سره په ليدنه کې له ګوانتانامو زندانه خوشي شوي طالب مشران ملا فضلي او ملا نورالله نوري هم شتون درلود.

نورو سرچينو بيا ويلي چې په دې ناست کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوى ملا يعقوب چې اوس د ډلې مرستيال هم دى، ګډون کړى و.

بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ په دغه پړاو ليدنو کې ډېرى بحث د بنديانو پر خوشي کولو او د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش ټينګار کړى.

تر اوسه امريکا او طالبانو د دې دويمې ناستې په اړه څه نه دي ويلي.

خو د تېرې مياشتې د ناستې په اړه دواړو لورو رسمي اعلاميې ورکړې وې او دا يې تاييد کړې وه چې خبرې یې کړې دي.

د يادونې ده، خليلزاد د خپلې دندې په دويم ماموريت کې تېره اوونۍ کابل ته راغلى و، له ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو، سياسيونو  او مدني فعالانو سره يې وليدل او وروسته اماراتو ته ولاړ.

نوموړي تېره اوونۍ په اماراتو کې د افغانستان، سعودي، متحده عربي اماراتو او امريکا په څلور اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ او د سولې په اړه يې تفصيلي خبرې وکړې.

زلمى خليلزاد نن سهار يو ځل بيا کابل ته راغلى او د خپلو ليدنو کتنو راپور او معلومات به له ولسمشر اشرف غني سره شريکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.