ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سړو سیمو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې و ځنډېدلې

د سړو سیمو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې و ځنډېدلې

author avatar
17 Nov 2018 - 19:46
د سړو سیمو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې و ځنډېدلې
author avatar
17 Nov 2018 - 19:46

کابل (پژواک،۲۶ لړم۹۷): د پوهنې وزارت وايي، د بامیانو، دایکنډي، اروزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کلنۍ ازموینې د لیندۍ میاشتې په لومړۍ او د کابل په ګډون د نورو سړو ولایتونو د لیندۍ پر ۱۵ مه پیلېږي.

د دغه وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي، پوهنې وزارت ځکه یاده پرېکړه کړې چې د روان ښوونیز کال په جریان کې پرله پسې رخصتۍ موجودې وې او ښوونیز نصاب نه دی بشپړ شوی.

سرچینې لیکلي چې د بامیانو، دایکنډي، اروزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کلنۍ ازموینې د لړم له ۲۵مې څخه د لیندۍ تر ۳۰مې او د یادو ولایتونو د متوسطه ښوونځيو او لېسو ازموینې د لیندۍ له لومړۍ څخه تر ۱۵ مې اخیستل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل په ګډون د نورو سړو ولایتونو د ښوونځيو کلنۍ ازموینې د لیندې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵ مې او د متوسطه او لېسو ازموینې یې د لیندۍ میاشتې له ۱۵مې د همدې میاشتې تر پایه دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د سړو ولایتونو د ابتدایه ښوونځیو ازموینې د لړم له ۲۰ مې د همدې میاشتې تر پایه او د متوسطې او لېسې دورې ازموینې یې د لیندۍ میاشتې له پیله د همدې میاشتې تر پایه دوام درلود.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د هوا له سړېدو څخه شکایت کوي او وایي، د سړو سیمو د ولایتونو د کلنیو ازموینو د ځنډېدو لپاره باید د ښوونیز نصاب نیمګړي پاتې کېدل بهانه نه شي، دا د حکومت او پوهنې وزارت ستونزه ده نه د کورنیو.  

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې ذکیې ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((سږ کال د نورو کلونو په پرتله هوا سړه ده، همدا اوس مې لور چې په درېیم ټولګي کې ده، ناروغه شوې او هره ورځ د زکام او ستوني درد ګولۍ خوري.))

هغې زیاته کړه، لور یې د قلعه زمان خان نجونو لېسه کې په خېمه کې زده کړې کوي.

د خیرخانې د لومړۍ حصې اوسېدونکې ماریا صدیقي هم اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: ((که نصاب نه وي پوره شوى، نو تر راتلونکو لسو یا ۱۵ ورځو هم نه بشپړ کېږي، د پوهنې وزارت باید کورنۍ له ستونزو سره مخامخ نه کړي همدا اوس زیاتره ماشومان ناروغان دي.))

هغې هم له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې په خپل پرېکړه بیا غور وکړي او په راتلونکي کې د رخصتیو په ورکولو کې احتیاط وکړي، تر څو د نصاب د نه پوره کېدو له امله اغېزمن نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.