کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په بغلان، تخار او کندوز ولايتونو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د لړم په ٢٦مه د ٢٠٩ شاهين قول اردو له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان په بورکې، د تخار په اشکمش او د کندوز په امام صاحب ولسواليو کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي.
د سرچينې په حواله په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر سيمې له طالبانو نيول شوې او يو شمېر وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
همدارنګه په اعلاميه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو د تخار د مرکز تالقانو په قرندو او قلبرس سيمو کې ځانګړي عمليات کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو مولوي عظيم او قاري لطيف په ګډون اووه کسان نيول شوي دي.
بل لور ته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ په عرب شاخ سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د بغلان په بورکې او د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن