ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عربي سرو زرو بیه ټيټه شوې

د عربي سرو زرو بیه ټيټه شوې

author avatar
17 Nov 2018 - 14:54
د عربي سرو زرو بیه ټيټه شوې
author avatar
17 Nov 2018 - 14:54

 

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): نن د تېرې شنبې په پرتله په کابل کې د لرګیو، عربي سرو زرو او غوړيو بیې ټیټې شوې، خو بوره بیا قيمته شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۰۲۰ افغانیو څخه ۱۰۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، د غوړیو بیه په نړیوالو بازارونو کې هم ټيټه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په پرتله د پاکستان په بازارونو کې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیې په زیاتېدو په کابل کې هم  د بورې بیه له ۱۷۴۰ افغانیو څخه ۱۷۸۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، نن لکه د تېرې شنبې په ډول د ۵۰ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۱۳۴۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلويي لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۰۲۰ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د منډيي چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو شین اندونيزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

د ځينو توکو پرچون پلور د هغه له عمده پلور سره په یو شمېر مواردو کې کم خو په یو شمېر مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د دهن باغ سیمې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشېري وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۵۰ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۴۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرول تېلو بیه ۵۷ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۵۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د تایمني په څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په شان د یو کیلو ګاز بیه ۶۵ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.