د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د درېيو ولسواليو کروندګر د کانال اوبو له ناسم وېشه شکايت کوي

د ننګرهار د درېيو ولسواليو کروندګر د کانال اوبو له ناسم وېشه شکايت کوي

Nov 17, 2018 - 16:43

جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۷): د ننګرهار د کوټ، بټي کوټ او غني خېلو ولسواليو کروندګر شکايت کوي چې د کانال اوبه په نا انډول ډول وېشل کېږي او دوی ته له ياد کاناله پوره اوبه نه رسېږي.

دوی وايي، دغه چاره له تېرو څو مياشتو راهيسې روانه ده چې له امله يې د دوی فصلونه زيانمن شوي او په حاصلاتو کې يې هم کمښت راغلی دی.

د ننګرهار د کانال نهر چې د دغه ولايت د درونټې له برېښنا کوټ سرچينه اخلي، د کانال د دولتي ځمکو سربېره ترې زرګونه هکټاره غير دولتي ځمکه هم خړوبېږي.

د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ يو کروندګر محمدي ګل پژواک اژانس ته وويل چې پخوا دوی ته په زياته اندازه اوبه په واک کې ورکړل شوې وې او خپلې کرنيزې ځمکې به يې خړوبولې؛ خو اوس ډېرې کمې اوبه د دوی ځمکو ته پريښودل کيږي، چې بسنه نه کوي.

هغه وويل، له تېرو څو مياشتو راهيسې دغه لړۍ روانه ده او د دوی فصلونه ډېر کله د اوبو د نشتوالي له امله وچيږي.

بلخوا د کوټ ولسوالۍ يو کروندګر عبيدالله وايي، پخوا د دوی ځمکو ته ډېرې اوبه د کانال په ويالو کې راتللې خو اوس نهر کې هم اوبه کمې شوي او دوی ته هم کمې اوبه رسېږي، چې د فصلونو د وچېدو ترڅنګ يې حاصلات هم کم شوي دي.

دغه راز د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۸مې ويالې اوسېدونکي اتل شينواري پژواک سره په خبرو کې نيوکه وکړه، چې دغې سيمې ته د کانال په نهر کې لکه د يوې وړې ويالې هومره اوبه راځي، چې فصلونو ته بسنه نه کوي.

دی زياتوي، که په پورته سيمو کې اوبه د ضروت وړ او په منظم شکل استعمال شي؛ نو پاتې سيمو ته به په اسانۍ او ښه شکل اوبه ورکړل شي.

د ننګرهار کانال رياست چارواکي هم مني چې د يادو ولسواليو خلکو ته اوبه په کمه اندازه رسيږي؛ خو وايي، دغه چاره په ټوله کې د وچکالۍ له امله رامنځته شوې ده.

د کانال رياست د حفظ او مراقبت امر انجنير ګل احمد پژواک ته وويل، چې سږکال وچکالي ده او د پخوا په څېر اوبه نشته؛ نو ځکه يې ځمکوالو ته د نوبت له مخې ټاکلې اندازه اوبه ويشي.

نوموړي وويل دوی چمتو دي، چې د قانون له مخې ټاکلې اندازه اوبه د کرنيزو ځمکو ته ورکړي؛ خو بزګران بايد ستونزه درک کړي او اوبه بې ځایه ونه کاروي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات د کانال ادارې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په قانوني ډول د کوټ، بټي کوټ، غني خيلو او مومندرې ولسواليو ځمکوالو ته اوبه وويشي.

نوموړي مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د يادو ولسواليو ځمکوالو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د اوبو د منظم وېش په اړه پریکړه تر سره او د ولسونو ستونزه حل کړي.

ننګرهار کانال لسګونه کاله وړاندې د دولتي ځمکو ترڅنګ د ياد کانال په څنډو کې د پرتو ولسي ځمکو د خړوبولو لپاره جوړ شوی؛ خو په دې وروستيو کې د دغه کانال د ډکېدو او دغه راز د کابل په سيند کې د اوبو د کمښت له امله د کانال په وروستيو ساحو کې ځمکو ته سمې اوبه نه رسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement