ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ښرنه کې له یوې صرافۍ سلګونه زره افغانۍ غلا شوې

په ښرنه کې له یوې صرافۍ سلګونه زره افغانۍ غلا شوې

author avatar
17 Nov 2018 - 16:24
په ښرنه کې له یوې صرافۍ سلګونه زره افغانۍ غلا شوې
author avatar
17 Nov 2018 - 16:24

ښرنه (پژواک، ٢۶ لړم ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې غلو له يوې صرافۍ څخه سلګونه زره افغانۍ غلا کړې چې د دغه ولايت امنيتي مسوولين يې د نيولو ډاډ ورکوي.

د مرکز ښرنې په بازار کې د خراسان صرافي مسوول يارمحمد د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يې دوکان غلو لوټلى دى.

هغه وايي: ((زما له دوکانه يې ٨،٥ زره ډالر او ٢١ لکه کلدارې وړې دي.))

ده وويل چې دوکان يې د ښار په منځ دى، پيسې په دوکان کې دننه په يوې فلزي المارۍ کې ځاى پر ځاى کړې وې، خو غلو لوټلې او امنيتي ځواکونه هېڅ پرې خبر شوي نه دي.

هغه زياته کړه: ((حکومت تر اوسه هېڅ نه دي کړي، دغه موضوع راته بل شان ښکاري چې بايد جدي پلټنه وشي.))

دغه راز د پکتيکا د صرافانو اتحاديې مشر حاجي اکبر خان پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې دا څلورمه غلا ده چې له صرافانو کېږي.

هغه وويل: ((بېګاه بيا دوکان ته ننوتي، شيشې او قفلونه يې مات کړي او المارۍ يې په ولډينګ سره له منځه وړې او پيسې یې ترې وړې دي.))

دى وايي که چېرې د دغه حالت مخه ونه نيول شي نور به څوک حاضر نه شي چې په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.

بل لور ته د مرکز ښرنې د لومړۍ امنيتي حوزې امر څارمن محمد حيا احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه له صرافۍ څخه غلا شوې ده.

هغه زياته کړه: ((زه نوى راغلى يم خو بيا هم کوښښ کوم چې په دې اړه جدي پلټنې وکړم او ډېر ژر به غله ونيسم.))

د احمدزي په وينا، له صرافانو يې غوښتنه کړې وه چې خپل دوکانونه ټول يو سراى ته انتقال کړي څو په ښه توګه يې امنيت تامين کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.