کندهار (پژواک، ۲۶ لړم ۹۷): په کندهار کې د شري ناروغۍ واکسین پيل شو چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
د دغه واکسین د پيل په مراسمو کې چې په هرو درېیو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه واکسین وړیا دی چې د کندهار ښار او ولسوالیو په ټولو روغتیايي مرکزونو او جوماتونو کې به له ۹ میاشتو تر ۱۰ کلونو عمر لرونکو ماشومانو ته ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، دغه لړۍ به لس ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې څه له پاسه پنځه نیم لکه ماشومان واکسین کړای شي.
د ده په خبره، د دې کار لپاره ۳۷۳ مسلکي ټیمونه په دندو ګومارل شوي چې د واکسین دغه پروګرامه په سمه توګه پلی کړي.
د عامې روغتیا رییس شری وژونکې ناروغي وبلله چې له دغې ناروغۍ د ژغورنې یوازینۍ لاره واکسین دی.
د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب له خلکو وغوښتل چې د شري خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې له روغتیايي ټیمونو سره مرسته وکړي، څو ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.
هغه له قومي مشرانو او د جوماتونو له امامانو وغوښتل څو خلک وهڅوى چې خپلو ماشومانو ته د شري ضد واکسین ورکړي.
په کندهار کې د شري ناروغۍ واکسین داسې مهال پيلېږي چې دغلته د پولیو د واکسین پر وړاندې ډېر خنډونه شته او وسله والو مخالفینو په څو ولسوالیو کې پرې بندیز لګولی چې له همدې امله دغلته د ماشومانو د پولیو پېښې د ټول هېواد په کچه ډېرې دي.
په روان کال کې په دې ولایت کې د پولیو ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن