د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د ولسي جرګې ځينو غړو د لنډمهال حکومت مخالفت وکړ او د سولې روښانه تګلاره يې وغوښته

​د ولسي جرګې ځينو غړو د لنډمهال حکومت مخالفت وکړ او د سولې روښانه تګلاره يې وغوښته

Nov 17, 2018 - 16:54

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۷): د لسي جرګې يو شمېر غړو په هېواد کې د موقت حکومت جوړېدل د کورنيو جګړو پيل بولي او وايي چې حکومت بايد د سولې لپاره روښانه تګلاره جوړه کړي.

دغه راز د جرګې ځينو غړو لا هم د غزني د جاغوري او مالستان ولسواليو وضعيت اندېښمن وباله او له حکومته يې وغوښتل چې له بېځايه شوو کورنيو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.

د ولسي جرګې غړي غلام حسين ناصري نن د دې جرګې په عمومي ناسته کې وويل چې حکومت بايد پر خپل وخت د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدو لپاره اړين اقدامات ترسره کړي، څو ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

هغه زياته کړه: "ټاکنې د افغانستان د ستونزو د حل يواځېنۍ لاره ده، مؤقت حکومت د هېواد په ګټه نه دی؛ هېڅوک د بل چا مشري نه مني که چېرې مؤقت حکومت رامنځته شي نو په هېواد کې به کورنۍ جګړې پيل شي."

د ولسي جرګې غړی ظهير سعادت وايي چې سوله د هر افغان غوښتنه ده خو اړينه ده چې د سولې لپاره داسې منظمه تګلاره جوړه شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

هغه زياتوي، د سولې خبرې او مذاکرات پياوړي مديريت ته اړتيا لري او بايد د سولې له هرې کړنې هر افغان خبر وي.

ده وويل چې په هېواد کې د روانو ستونزو او کشالو يواځېنۍ لار پر خپل وخت د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل دي چې بايد پر خپل وخت ترسره شي.

سعادت هم د مؤقت حکومت جوړېدل د هېواد پر زيان ګڼي او زياتوي چې کېدای شي د موقت حکومت رامنځته کېدل په افغانستان کې د نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي.

د ولسي جرګې غړي چمن شاه اعتمادي وويل له دې سره سره چې غزني ولايت ته تازه دمه سرتېري لېږل شوي خو لا هم د غزني په جاغوري او مالستان ولسواليو کې وضعيت عادي حالت ته نه دي ګرځېدلی.

هغه زياتوي: "موږ له حکومته غواړو چې امنيتي ځواکونو ته امر وکړي څو په جاغوري او مالستان ولسواليو کې پوځي او چاڼيز عمليات پيل کړي چې دغه سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شي."

د دې جرګې غړې نفيسه عظيمي وايي، کوم ځواکونه چې غزني ته استول شوي، د جګړې اراده نه لري او تر دې دمه لا په سيمه کې وضعيت کړکېچن دی.

هغې زياته کړه: "د غزني له جګړې ۱۶زره هغو بې ځايه شوو کورنيو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او بله دا حکومت بايد په غزني تر چانيزو عملياتو وروسته په سيمه کې دومره امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي څو وسله وال مخالفين د دې جوګه نه شي چې بيا سيمه ونيسي."

خو د ولسي جرګې غړې ارين یون بيا وويل: "کومه غوغا چې په غزني کې جوړه ده، موږ ټول پر دې ډرامه پوهېږو او د هېواد کوچنی ماشوم هم په دې پوهېږي چې دغه ډرامه په دې خاطر ده چې چاغوري هم د نورو کوچينو سيمو په څېر په غير قانوني ډول پر ولايت بدل کړي."

هغې زياته کړه، بس دی نور غير قانوني کارونه مه کوئ او نور دغه هېواد د بحران لور ته مه بيايئ او پرېږدئ چې ټول هېوادوال په ارامه ژوند وکړي.

هغې له حکومته وغوښتل چې ورته مسايلو ته ډېر دقيق شي او د هغه لښکر چې اوس له سوريې او عراقه فارغ شوي او افغانستان ته را داخل شوي، مخه ونيسي.

د ولسي جرګې غړي نادر خان کټوازی وايي، تر دې وړاندې د افغانستان ازلي دښمن پاکستان ورانکاري رالېږل څو په افغانستان کې ورانکاري وکړي خو يو بله ډله د فاطميونو په نامه پيدا شوې او په سوريې او عراق کې تربيه شوي او افغانستان ته رالېږل شوي دي.

هغه وويل: "د فاطميون ډلې کار دا دی چې په افغانستان کې د سلما او کجکي بندونه وران کړي او تر څنګ يې د کابل پوهنتون په پېښه کې هم  د فاطميون ډلې لاس دی."

دی زياتوي، حکومت بايد د دې ډلې مخه ونيسي او دغه ډله په نطفه کې خنثی کړی.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د دې جرګې د عمومي ناستې په پای کې وويل چې سوله د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده او دا واضح خبره ده چې سوله له کمزوري موقفه نه شي راتلای.

دی وايي، د افغان ځواکونه بايد له مدافع حالته راووځي او تعرضي حالت ته ولاړ شي تر څو وسله وال مخالفين اړ شي د سولې لار خپله کړي.

هغه زياته کړه، کوم ځواکونه چې د غزني ته استول شوي بايد عمليات پيل کړي او خلکو ته ډاډ حاصل شي.

ابراهيمي وايي، د ولسمشرۍ ټاکنې بايد په قانون په رڼا کې په اعلان شوې نېټه ترسره شي او ټاکنو خپلواک کميسيون مکلف دی چې ټاکنې په خپل وخت ترسره او اړين تياری ورته ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي  ويلي چې ځانګړي افغان کومانډو ځواکونه جاغوريو ولسوالۍ ته رسيدلي او وسله وال مخالفين يې تېښتې ته اړ کړي دي.

بلخوا د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د سولې په اړه وايي چې سوله يوه ملي پروسه ده او ټول افغانان به پکې دخيل وي.

هغه پژواک ته وويل چې ولسمشر په دې اړه همدې يوه مشورتي بورډ جوړ کړى او په اړه يې له سياسي ګوندو او نورو هېوادوالو سره د دغه بورډ د ترکيب او غړو سره يې په دې اړه مشورې پيل کړې دي.

د نوموړي په وينا، دغه بورډ به بيا د سولې په اړه د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا ته مشورې ورکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement