ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل له سنچارک څخه ١٥٠٠ کورنۍ بلخ ته بې ځايه شوې دي

د سرپل له سنچارک څخه ١٥٠٠ کورنۍ بلخ ته بې ځايه شوې دي

author avatar
18 Nov 2018 - 15:39
د سرپل له سنچارک څخه ١٥٠٠ کورنۍ بلخ ته بې ځايه شوې دي
author avatar
18 Nov 2018 - 15:39

مزار شريف (پژواک، ٢٧لړم ۹۷) : د سرپل اوسېدونکي وايي چې د وروستيو جګړو له امله د دغه ولايت د سنچارک ولسوالۍ ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بېځايه شوې دي.

دوی چې مزارشريف کې د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، همداراز يې په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو د پيلېدو غوښتنه وکړه.

د سرپل ولايت د محصلينو د ټولنې مشر علي خان رهياب د لړم په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله والو له بريده مخکې خلکو حکومتي ځواکونو ته خبر ورکړی و؛ خو چا يې غږ نه وو اورېدلی.

هغه زياتوي، د لړم په ۲۱مه لسګونه وسله والو د سنچارک ولسوالۍ په اب کلان سيمه باندې وسله وال بريد وکړ، چې له امله يې شپږ ملکي وګړي ووژل شول او څه باندې ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بېځايه شوې.

رهياب همداراز وايي، بېځايه شوې ځينې کورنۍ د سرپل په مرکز کې مېشتې دي او لسګونه يې مزار شريف ته راکډه شوې دي.

د ده په وينا، يادې کورنۍ اوس په بد وضعيت کې دي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

د سرپل دغه اوسېدونکي زياته کړه، چې د طالبانو په بريد کې د اب کلان سيمې يوه برخه د طالبانو لاس ته ورغلې او زياتوي، که ياده سيمه سقوط وکړي؛ نو د سنچارک ولسوالۍ په ګډون د شاوخوا نورو ولسواليو د سقوط ګواښ هم رامنځ ته کېږي.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د پرمختګ مخه ونيسي.

مريم د سرپل د سنچارک اوسېدونکې ده، چې تېره اوونۍ د جګړو له امله مزار شريف ښار ته راکډه شوې ده.

هغې پژواک ته وويل چې په ډېرو سختو لارو يې د جګړې له سيمې څخه خپل ځانونه را ايستلي دي.

دا زياتوي چې ټول مال او شتمني يې د جګړې په ساحه کې پاتې شوي دي.

نوموړې د اب کلان پر سيمې د وسله والو د بريد کيسه داسې وکړه: ((د عقرب د يوويشتمې ورځې په شپه چې واوره هم ورېدله، وسله والو له څلورو خواوو زموږ پر سيمه بريدونه پيل کړل، په هماغه يخې شپې خلکو خپلې کورنۍ راووېستلې، هره شېبه زموږ د وژل کېدو امکان وو، په ياد جنګ کې زموږ شپږ کليوال ووژل شول.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.