ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار– شبرغان لويې لارې وروستۍ نا امنۍ خلک اندېښمن کړي

د مزار– شبرغان لويې لارې وروستۍ نا امنۍ خلک اندېښمن کړي

author avatar
18 Nov 2018 - 15:10
د مزار– شبرغان لويې لارې وروستۍ نا امنۍ خلک اندېښمن کړي
author avatar
18 Nov 2018 - 15:10

مزار شريف ( پژواک، ٢٧لړم ۹۷) : د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې وروستيو نا امنيو او جګړو، پر دغې لويې لارې تلونکو مسافرو او موټر چلوونکو ته ستونزې پيدا کړي.

دوی وايي  چې ځيني وخت په جګړو کې ګېر کېږي او کله هم د شپې په تياره کې د نامعلومه وسله والو له خوا يې موټر تالاشي او پيسې ورڅخه اخيستل کېږي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د بلخ ولايت چهاربولک او د جوزجان ولايت اقچې او ځينو نورو ولسواليو کې جګړه زياته شوې، چې له امله يې د مزار – شبرغان لويه لار هم نا امنه شوې ده.

پر دغې لارې تلونکي مسافر او موټر چلوونکي وايي چې ځيني وخت په جګړو کې د ساعتونو لپاره ګېر پاتې کېږي او کله هم د شپې په تياره کې يې د وسله والو له خوا موټر درول کېږي او پيسې ور څخه اخيستل کېږي.

د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکی ذبيح الله چې د مزار – شبرغان پر لويه لار موټر چلوي، وايي چې هر وخت پر يادې لارې د تګ پر مهال وېره ورسره وي.

نوموړی زياتوي، چې ډېری وخت د يادې لويې لارې په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو پر کاروانونو طالبان بريدونه کوي چې له امله يې مسافر وړونکي موټر هم په جګړه کې ګېر پاتې کېږي او حتی خلکو ته تلفات هم ور اوړي.

هغه وايي : (( همدا تېره اوونۍ يو ۴۰۴ ډوله موټر له جوزجان څخه مزار ته روان و چې د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزار – شبرغان پر لويه لار د طالبانو او ملي اردو تر منځ جګړه کې بند شو، ډېرې مرمۍ پرې لګېدلې وې او وروسته معلومه شوه چې يو مسافر يې وژل شوی او ۲۰ نور يې ټپيان شوي دي.))

دى زياتوي چې له جګړو ور اخوا پر دغې لارې وسله وال غله هم زيات شوي، چې وخت نا وخته د شپې له تيارې څخه په استفادې موټر دروي او له مسافرو څخه پيسې او نور قېمتي لوازم اخلي.

د نوموړي په وينا، ډېری وخت د شپې له خوا لس او شل وسله وال غله سړک ته راوځي، مخونه يې پټ کړي وي، موټر تالاشي کوي او له مسافرو څخه په زوره پيسې اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.