ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پنځو کلونو راهيسې بست تصدۍ فعاليت نه دى کړى

له پنځو کلونو راهيسې بست تصدۍ فعاليت نه دى کړى

author avatar
18 Nov 2018 - 15:46
له پنځو کلونو راهيسې بست تصدۍ فعاليت نه دى کړى
author avatar
18 Nov 2018 - 15:46

لښکرګاه(پژواک، ۲٧ لړم ۹۷): هلمند کې د پنبې د پروسس تصدۍ د بوديجې د نشتوالي له امله له تېرو پنځو کلونو راهيسې فعاليت نه دى کړى چې له امله يې سلګونه کسان وزګاره شوي دي.

له پنبې څخه د مالوچو د ایستلو دغه فابریکه چې شاخوا ۵۰ کاله وړاندې لښکرګاه  ښار کې جوړه شوې، هرکال به يې ۳۵ زره ټنه پنبه له کروندګرو پيرله او بيا يې د مالوچو ترڅنګ غوړي، صابون، کنجاړه او د سون مواد توليدول.

د بُست تصدۍ سرپرست عبدالباقي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اړينې بوديجې د نشتون له امله يې له تېرو پنځو کلونو راهيسې پنبه نه ده پيرلې او لسګونه کارکوونکي يې هم وزګاره شوي دي.

نوموړي وویل: (( موږ له ۹۲ لمریز کال را پدیخوا له کروندګرو څخه پنبه نه ده رانیولې او دا مهال مو کارونه په ټپه ولاړ دي.))

هغه وویل چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د دې فابریکې د پیاوړتیا لپاره ډېرې ژمنې وشوې چې ځانګړې بودیجه به ورکول کیږي، خو تر دې مهاله يوازې دوه نوي  جنراتورونه ورکړل شوي او بس.

نوموړي وویل، ددې لپاره چې دوی فعالیت نه کوي کروندګرو هم د پخوا په پرتله د پنبې کښت کم کړی او د کوکنارو کر ته يې مخه کړې ده.

دغه راز د دې تصدۍ د الاجې برخې مسوول محمد وزیر خان پژواک ته وويل چې د دې فابريکې فعاليت له اقتصادي پلوه کروندګرو او حکومت ته ډېره ګټه رسوله.

هغه وايي: (( دننه په فابریکې کې  ۸۰۰ کسانو کار کاوه، زرګونه کروندګر او تجاران  ورسره  په کار بوخت  وو چې اوس هیڅ هم نشته او د کار کوونکو شمېر هم سلو ته را ټيټ شوى دى.))

د نوموړي په خبره، د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ مافيايي کړۍ کوښښ کوي چې دغه شان فابريکې له فعاليت څخه پاتې کړي ترڅو خپل توليدات بازار ته عرضه کړي.

نوموړي وویل: (( زموږ ټوله ماشینري چې ۵۰ کاله وړاندې فعاله شوې اوس هم ټول فعاله ده، یوازې د کروندګرو لپاره کمپاین ته اړتیا ده چې په خپلو ځمکو کې پنبه وکري او حکومت هم بوديجه ورکړي.))

همدارنګه اغاولي خان چې په بُست تصدۍ کې د غوړیو او  کنجاړې د پروسس تخنیکي مسوول دی وايي، دا مهال دوی لاس تر زنې ناست دي یوازې حاضري ورکوي او کار يې نشته.

ده زياته کړه: (( په اته ساعتونو کې به موږ نهه ټنه غوړي توليدول چې د هلمند ترڅنګ نورو ولايتونو ته مو صادرول، خو اوس هيڅ هم نشته ، موږ هم وزګاره ناست يو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.