ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل ښار د لسمې حوزې د يوې کوڅې اوسېدونکي له پوډر پلورونکو تر پزې راغلي

دکابل ښار د لسمې حوزې د يوې کوڅې اوسېدونکي له پوډر پلورونکو تر پزې راغلي

author avatar
18 Nov 2018 - 14:10
دکابل ښار د لسمې حوزې د يوې کوڅې اوسېدونکي له پوډر پلورونکو تر پزې راغلي
author avatar
18 Nov 2018 - 14:10

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د "سه خانه" کوڅې اوسېدونکي وايي، په دغه سيمه کې چې وړمه شپه قتل هم په کې شوى، ځينې کسان پوډر پلوري او دوى يې تر پزې رسولي دي.

د سيمې اوسېدونکي مرتضی هزاره پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دې سيمه کې په ښکاره پوډر پلورل کېږي او له پوډر پلورنکو د سيمې خلک ډېر په تنګ شوي دي.

هغه وايي:"دغه د سيد نظام د جومات کوڅه ده، خو د خلکو په منځ کې د پوډر پلورونکو په کوڅه مشهوره ده، وړمه دلته شپه ډزې وشوې، د شبنې په سهار خبر شوو چې يو کس په کې وژل شوى او دوه نور ټپيان دي."

ده وويل چې دغه پوډر پلورنکي خلک ځوروي او شاوخوا يو نيم کال مخکې يې په همدې کوڅه کې يو ١٤ کلن هلک په پښه د تومانچې پر مرمۍ وويشت او ټپي يې کړ.

دی زياتوي، د سيمې خلکو څو ځله اړوندې امنيتي حوزې ته شکايت کړى، خو له دې سره سره بيا هم په سيمه کې په ښکاره پوډر پلورل کېږي.

هزاره وايي:"اساسي ستونزه داده،کله چې پوليس راشي،کسان ونيسي،يوه مياشت ورک وي، خو بېرته راخوشي شي او وروسته چې ګورې بيا خپل پوډر پلورلي."

د سيمې يو تن ملا امام چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم وايي چې په دغه سيمه کې پوډر پلورل کېږي او خلک له پوډر پلورونکو تر پزې راغلي دي.

هغه وويل:"وروره که تاسو ورشئ او هلته وپوښتئ چې د پوډرپلورونکو کوڅه کومه ده؟ نو ټول خلک به يې په اړه معلومات درکړي؛ دا کوم پټ کار نه دى، په ښکاره پوډر پلورل کېږي، خلک وژل کيږي او هر ډول فجايع کيږي."

د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې امر سمونوال عبدالوحيد احمدي په دې اړه پژواک ته وويل چې په دغه سيمه کې له تېرو شاړلس،اووه لسو کلونو پوډر پلورل کېدل، خو له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د پوليسو د هڅو په پايله کې د پوډرو د پلور ثابت مرکز له منځه تللى.

 احمدي زياتوي:"دغه کوڅه چې يو وخت د پنجشېريانو په کوڅه مشهوره وه،له دې سره سره چې اوس دلته د پوډرو د پلور ثابت مرکز نشته له بده مرغه اوس د پوډرپلورونکيو په کوڅه مشهوره شوې، خو کله، کله خلک ورته راځي او ممکن نه ده چې ژر دغه نوم د خلکو له خولې ووځي."

د ده په وينا، د نشه يي توکو پلور نه يواځې دلته، بلکې هېڅ ځاى کې هم له پوليسو پټې نه پاتې کېږي او پوليس پوډر پلورونکي نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.

د حوزې امر په ياده سيمه کې وړمه شپه د يو تن د وژلو او دوو نورو د ټپي کېدو په اړه وويل چې په همدې سيمه کې څو تنو الکولي مشروبات څښلي وو او بيا يې تر منځ شخړه شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.