ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرحدي ځواکونو رييس ارکان د فساد په تور محاکمه کېـږي

د سرحدي ځواکونو رييس ارکان د فساد په تور محاکمه کېـږي

author avatar
18 Nov 2018 - 16:16
د سرحدي ځواکونو رييس ارکان د فساد په تور محاکمه کېـږي
author avatar
18 Nov 2018 - 16:16

مزار شريف (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧) په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي  چې په بلخ ولايت کې د نظم عامې پخوانى قوماندان جنرال حسيب قريشي د فساد په تور محاکمه کېـږي.

جنرال حسيب قريشي په دې و روستيو کې د ملي دفاع وزارت اړونده د سرحدي ځواکونو د قوماندانۍ رييس ارکان مقرر شوى و.

هغه تر دې مخکې په بلخ ولايت کې د عامه نظم د پنځمې لواء د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله او د عطاء محمد نور له نږدې ملګرو څخه شمېرل کېږي.

کله چې ولسمشر اشرف غني د عطاء محمد نور د لرې کولو فرمان صادر کړ؛ نو جنرال قريشي  يو له هغو دوو نظامي چارواکو څخه و، چې د ولسمشر له فرمان څخه يې بغاوت کړى و.

په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې پر جنرال قريشي د فساد لوى تورونه دي او هغه محکمې ته راجع شوى و.

نوموړي زياته کړه،  پر هغه د زرهې موټرو د خرڅولو او په کور کې د پټ ساتلو، د امنيتي ځواکونو په اعاشه او اباته کې د فساد ترڅنګ د فساد نور تورونه هم شته دي.

رضايي وايي،په کابل کې هغه ته ويل شوي و چې بايد د شاهين قول اردو ځانګړې پوځي څارنوالۍ ته حاضر او د تورونو په اړه سپيناوى وکړي.

د شاهين قول وياند وويل، جنرال قريشي نن په محکمې ته حاضر شوى و او د تورونو په اړه يې سوالونو ته ځوابونه ورکړل.

هغه زياتوي چې که هغه بې ګناه ثابت شو؛ نو دوسيه به يې ختمه شي او که تورونه پرې ثابت شول، نو له قانون سره سم به جزا ورکړل شي.

بلخوا د شاهين قول اردو له لوري د لړم په ١٠مه، په يوه ليکل شوي مکتوب کې راغلي چې ولسمشر د قول اردو قوماندانۍ ته دنده سپارلې وه، چې د عامه نظم د اوومې لوا دقيقه څېړنه وکړي.

سرچينې زياته کړې، د ولسمشر  له  لارښوونې سره سمه  يې د يادې لوا د مشر جنرال قريشي سمې څېړنې وشي او  تر  عدلي او قضايي تعقيب لاندې دې  ونيول  شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.