د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سرپل له سنچارک څخه ١٥٠٠ کورنۍ بلخ ته بې ځايه شوې دي

د سرپل له سنچارک څخه ١٥٠٠ کورنۍ بلخ ته بې ځايه شوې دي

Nov 18, 2018 - 15:39

مزار شريف (پژواک، ٢٧لړم ۹۷) : د سرپل اوسېدونکي وايي چې د وروستيو جګړو له امله د دغه ولايت د سنچارک ولسوالۍ ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بېځايه شوې دي.

دوی چې مزارشريف کې د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، همداراز يې په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو د پيلېدو غوښتنه وکړه.

د سرپل ولايت د محصلينو د ټولنې مشر علي خان رهياب د لړم په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله والو له بريده مخکې خلکو حکومتي ځواکونو ته خبر ورکړی و؛ خو چا يې غږ نه وو اورېدلی.

هغه زياتوي، د لړم په ۲۱مه لسګونه وسله والو د سنچارک ولسوالۍ په اب کلان سيمه باندې وسله وال بريد وکړ، چې له امله يې شپږ ملکي وګړي ووژل شول او څه باندې ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بېځايه شوې.

رهياب همداراز وايي، بېځايه شوې ځينې کورنۍ د سرپل په مرکز کې مېشتې دي او لسګونه يې مزار شريف ته راکډه شوې دي.

د ده په وينا، يادې کورنۍ اوس په بد وضعيت کې دي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

د سرپل دغه اوسېدونکي زياته کړه، چې د طالبانو په بريد کې د اب کلان سيمې يوه برخه د طالبانو لاس ته ورغلې او زياتوي، که ياده سيمه سقوط وکړي؛ نو د سنچارک ولسوالۍ په ګډون د شاوخوا نورو ولسواليو د سقوط ګواښ هم رامنځ ته کېږي.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د پرمختګ مخه ونيسي.

مريم د سرپل د سنچارک اوسېدونکې ده، چې تېره اوونۍ د جګړو له امله مزار شريف ښار ته راکډه شوې ده.

هغې پژواک ته وويل چې په ډېرو سختو لارو يې د جګړې له سيمې څخه خپل ځانونه را ايستلي دي.

دا زياتوي چې ټول مال او شتمني يې د جګړې په ساحه کې پاتې شوي دي.

نوموړې د اب کلان پر سيمې د وسله والو د بريد کيسه داسې وکړه: ((د عقرب د يوويشتمې ورځې په شپه چې واوره هم ورېدله، وسله والو له څلورو خواوو زموږ پر سيمه بريدونه پيل کړل، په هماغه يخې شپې خلکو خپلې کورنۍ راووېستلې، هره شېبه زموږ د وژل کېدو امکان وو، په ياد جنګ کې زموږ شپږ کليوال ووژل شول.))

هغه له حکومت او مرستندويه ټولنو څخه ګيله منه ده، چې د يوې اوونۍ په تېرېدو سره يې لا هم د سنچارک د جګړو له بېځايه شويو سره مرستې نه دي کړي.

نوموړې هم له حکومت او امنيتي مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د سنچارک ولسوالۍ د خلکو مرستې ته ځان ورسوي.

د سنچارک ولسوالۍ د اب کلان سيمې اوسېدونکي محمد اکبر پژواک ته وويل، حکومت دې اجازه نه ورکوي چې دغه ستراتيژيکه سيمه يې له لاسه ووځي.

هغه زياته کړه، د اب کلان سيمې په بشپړ سقوط سره به وسله وال طالبان په اسانۍ سره  د بلخ زارع ولسوالۍ او د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته لار پيدا کړي، چې بيا به يادې ولسوالۍ هم خوندي نه وي.

د ده په خبره، دمګړۍ د سنچارک ولسوالۍ له ۱۸ کليو څخه شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ وتلي، چې بيلابېلو سيمو ته تللي او په ناوړه حالت کې دي.

نوموړی زياتوي، که له بېځايه شويو کورنيو سره عاجلې مرستې ونه شي؛ نو د ژمي په راتلو سره به يادې کورنۍ د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د سرپل ولايت مقام هم مني چې د وروستيو جګړو له امله له سنچارک ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

د سرپل مطبوعاتي مسوول ذبيح الله اماني پژواک ته وويل چې بېځايه شوې کورنۍ د سنچارک ولسوالۍ مرکز،  د سرپل ولايت مرکز او مزار شريف ښار ته کډه شوې دي.

د هغه په وينا، د ولايت مقام له مرستندويه ټولنو سره په تماس کې دی، څو اړو کسانو ته مرستې راجلب کړي.

د اماني په خبره، د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته په سنچارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تحرکات زيات شوي، چې په وينا يې امنيتي ځواکونو يې هم د مخنيوي لپاره اقدامات کړي دي.

هغه زياته کړه، د هوا د خرابوالي له امله يې پوځي عمليات ورو روان دي؛ خو زياتوي چې مرکزي اداره په ياده سيمه کې د پراخو ځمکنيو او هوايي عملياتو د ترسره کېدو په پلان جوړولو بوخته ده.

دى وايي، د هوا په ښه کېدو او د عملياتو په پيلېدو سره به يادې سيمې بېرته له وسله والو مخالفينو څخه ونيسي.

سرپل په شمال زون کې يو له ناامنه ولايتونو څخه دی، چې دمګړۍ د دغه ولايت کوهستانات ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس کې ده او په پنځو نورو ولسواليو کې يې هم وخت ناوخته د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سيمې لاس په لاس کېږي.

د يادونې ده چې په هېواد کې د وروستيو ناامنيو او وچکاليو له مخې، شاوخوا دوه ميليونه خلک بې ځايه شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement