ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د بره کي برک ولسوال  و وژل شو

د لوګر د بره کي برک ولسوال و وژل شو

author avatar
18 Nov 2018 - 10:47
د لوګر د بره کي برک ولسوال  و وژل شو
author avatar
18 Nov 2018 - 10:47

پل علم(پژواک،٢٧لړم ٩٧):دلوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د بره کي برک ولسوال او د ملي امنيت مدير يې په چاودنه کې و وژل شول.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د مرکز پل علم اړوند د شېروازه په سيمه کې د بره کي برک د ولسوال عين الدين امين او د ملي امنيت د مدير عزيز الرحمن پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

احمدزي زياته کړه: ((دغه دواړه دندې ته روان وو چې پر موټر يې د ماين چاودنه وشوه او دواړه په کې و وژل شول او موټر يې هم له منځه تللى دى.))

نوموړى وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و.

دغه راز د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې عين الدين له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د بره کي برک د سرپرست ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.

بل لورته طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه ماين د طالبانو له لوري همدې کسانو ته ځاى پرځاى شوى و.

هغه وايي چې په پېښه کې د بره کي برک ولسوال،د ملي امنيت مدير او څو ساتوونکي يې وژل شوي دي.

د يادونې ده چې بره کي برک د مرکز پل علم سوېل ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر له نا امنو سيمو څخه شمېرل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.