د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مزار– شبرغان لويې لارې وروستۍ نا امنۍ خلک اندېښمن کړي

د مزار– شبرغان لويې لارې وروستۍ نا امنۍ خلک اندېښمن کړي

Nov 18, 2018 - 15:10

مزار شريف ( پژواک، ٢٧لړم ۹۷) : د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې وروستيو نا امنيو او جګړو، پر دغې لويې لارې تلونکو مسافرو او موټر چلوونکو ته ستونزې پيدا کړي.

دوی وايي  چې ځيني وخت په جګړو کې ګېر کېږي او کله هم د شپې په تياره کې د نامعلومه وسله والو له خوا يې موټر تالاشي او پيسې ورڅخه اخيستل کېږي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د بلخ ولايت چهاربولک او د جوزجان ولايت اقچې او ځينو نورو ولسواليو کې جګړه زياته شوې، چې له امله يې د مزار – شبرغان لويه لار هم نا امنه شوې ده.

پر دغې لارې تلونکي مسافر او موټر چلوونکي وايي چې ځيني وخت په جګړو کې د ساعتونو لپاره ګېر پاتې کېږي او کله هم د شپې په تياره کې يې د وسله والو له خوا موټر درول کېږي او پيسې ور څخه اخيستل کېږي.

د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکی ذبيح الله چې د مزار – شبرغان پر لويه لار موټر چلوي، وايي چې هر وخت پر يادې لارې د تګ پر مهال وېره ورسره وي.

نوموړی زياتوي، چې ډېری وخت د يادې لويې لارې په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو پر کاروانونو طالبان بريدونه کوي چې له امله يې مسافر وړونکي موټر هم په جګړه کې ګېر پاتې کېږي او حتی خلکو ته تلفات هم ور اوړي.

هغه وايي : (( همدا تېره اوونۍ يو ۴۰۴ ډوله موټر له جوزجان څخه مزار ته روان و چې د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزار – شبرغان پر لويه لار د طالبانو او ملي اردو تر منځ جګړه کې بند شو، ډېرې مرمۍ پرې لګېدلې وې او وروسته معلومه شوه چې يو مسافر يې وژل شوی او ۲۰ نور يې ټپيان شوي دي.))

دى زياتوي چې له جګړو ور اخوا پر دغې لارې وسله وال غله هم زيات شوي، چې وخت نا وخته د شپې له تيارې څخه په استفادې موټر دروي او له مسافرو څخه پيسې او نور قېمتي لوازم اخلي.

د نوموړي په وينا، ډېری وخت د شپې له خوا لس او شل وسله وال غله سړک ته راوځي، مخونه يې پټ کړي وي، موټر تالاشي کوي او له مسافرو څخه په زوره پيسې اخلي.

هغه زياتوي چې د يادې ستونزې د دايمي حل لپاره بايد د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې ايجاد او ګزمې ترسره شي.

د فارياب ولايت اوسېدونکی غلام نبي، چې له مزار شريف ښار څخه  فارياب ولايت ته روانېده پژواک ته يې وويل چې په لاره کې  د وسله والو غلو او د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو وېره ورسره ده.

هغه زياتوي چې پخوا به يې د څارويو د پوستکو تجارت کاوه او په اوونۍ کې به يې دوه ځله له ميمنې څخه مزار شريف ته د څارويو څرمنې انتقالولې؛ خو اوس د غلو له وېرې په مياشت کې يو يا دوه ځله پر دغې لارې سفر کوي.

نوموړی زياتوي، له جوزجان څخه تر مزار شريف پورې د لارې په اوږدو کې دوه يا درې موقعيتونه داسې دي، چې نږدې هره شپه پکې غله او وسله وال لارې ته راوځي او مسافرين ځوروي.

د هغه په خبره، د يادو نا امنيو او خپلسريو له امله پر دغه لار سوداګري هم کمه شوې ده.

غلام نبي وويل: (( موږ خبر شو، چې څو ورځې مخکې د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د يوې شخصي کمپنۍ دوه له تېلو ډک ټانکرونه طالبانو وړي وو، د دغسې پېښو زيان دا دی، چې سوداګر زړه نه ښه کوي؛ څو پر دغه لاره خپل اموال ولېږدوي، چې ورسره تجارتي چارو ته هم تاوان رسېږي.))  

نوموړی له امنيتي ځواکونو غوښتنه کوي، چې پر دغې لويې لارې د امنيتي پوستو د ايجاد تر څنګ د شپې له خوا ګزمې هم زياتې کړي.

په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم د مزار – جوزجان پر لويه لار امنيتي ستونزې د اندېښنې وړ بولي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وروستيو مياشتو کې ورته د دغې لارې د نا امنۍ په اړه ډېر شکايتونه رسېدلي دي.

حديد زياته کړه، چې د بلخ ولايت چهاربولک او بلخ ولسوالۍ او د جوزجان ولايت اقچه او مينګجيک ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو د تحرکاتو په زياتېدو سره د مزار – شبرغان لويه لار هم نا امنه شوې ده.

هغه وايي چې که له يوې خوا وخت نا وخته عام خلک د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتو کې زيان ويني، له بلې خوا له شته نا امنيو څخه په استفادې يو شمېر وسله والې ډلې پيدا شوي، چې د مسافرينو د ازار او اذيت سبب ګرځي.

د نوموړي په وينا، يادې وسله والې ډلې د خلکو پيسې او نور قېمتي توکي په زور اخلي او  له ځان سره يې وړي.

د هغه په خبره، د ياد وضعيت په دوام سره خلک نور هم زيانمن کېږي او زياتوي، چې د بلخ او جوزجان ولايت امنيتي مسوولين بايد په ګډه داسې يوه حل لاره پيدا کړي، چې د مزار – شبرغان لويې لارې امنيت ورسره ښه شي.

نوموړی وايي، تر هغو چې د يادې لويې لارې په اوږدو کې يو شمېر کليدي سيمې بېرته له طالبانو څخه ونه نيول شي؛ نو د دغې لارې د امنيتي ستونزو حل کول به ستونزمن وي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسووليت ګڼي، چې د مزار – شبرغان لويې لارې امنيت خوندي کړي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين هم مني، چې د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د وسله والو ډلو تحرکات زيات شوي دي.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت وسله وال مخالفين د خپل ځان ښودلو په موخه د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې پر موټرو ډزې کوي او د مسافرينو د ځورولو سبب ګرځي.

هغه زياتوي، وسل وال مخالفين د يادې لارې په اوږدو کې مشخص ځايونه نه لري او کله کله له فرصت څخه په استفادې سړک ته راوځي؛ خو د امنيتي ګزمو په ورتګ بېرته سيمه پرېږدي.

نوموړی وايي چې وسله وال مخالفين د سيمې د خلکو له ځايي يونيفورم او جامو څخه په استفادې په ناقانونه کړنو، او د خلکو په ځورولو لاس پورې کوي، چې امنيتي ځواکونو ته يې پېژندل ستونزمن دي.

رضايي زياتوي، د مزار – شبرغان لويې لارې د امنيتي ستونزو د حل په موخه د ۲۰۹ شاهين قول اردو له خوا يو کنډک ايجاد شوی، چې ډېر ژر به په کار پيل وکړي.

هغه وايي چې لومړی به امنيتي ځواکونه د يادې لارې په اوږدو کې د چمتال، چهاربولک او اقچې ولسواليو کې تصفيوي عمليات وکړي او وروسته به ياد کنډک ته د يادې لويې لارې د امنيت مسووليت ور وسپاري.

د شاهين قول اردو وياند زياتوي، چې د لويو لارو امنيت د امنيتي ځواکونو په لومړيتوب کې دی او دغه ځواکونه به اجازه ورنه کړي، چې وسله وال مخالفين د لويو لارو کنټرول په لاس کې واخلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement