د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د ټاکنو پایلې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او بهرنیانو د مداخلې له امله ځنډېلې دي"

"د ټاکنو پایلې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او بهرنیانو د مداخلې له امله ځنډېلې دي"

Nov 18, 2018 - 19:36

 کابل(پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، ځینې بهرنیان او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا کارکوونکي هڅه کوي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په چارو کې د لاسوهنې له لارې د دغې جرګې د ټاکنو پایلې تغیر کړي.

 په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډېدو ته په اشاره وویل: (( هغه بهرنیان چې له یوناما څخه راغلي د ټاکنو په چارو کې مداخله کوي او غواړي چې د ټاکنو پایلې بدلې کړي.))

هغه زیاته کړه، د بهرنیانو د لاسوهنې له امله تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو مهال وېش نه دی اعلان شوی او د غزني ولایت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو برخلیک نه دی معلوم شوی.

زابلي وویل: ((که په رښتیا هم لاسوهنه روانه وي او د ټاکنو کمېسیون یې د مخنیوي توان نه لري د مهربانۍ له مخې یې دې له ملت سره شریک کړي، تر څو ملي شورا له کمېسیونونو ملاتړ وکړي او پر ټاکنیزو کمېسیونونو او د ټاکنو په بهیر د خلکو باور رامنځته شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د زابلي د خبرو په تایید وویل: ((زموږ معلومات دا دي چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مامورین او هغه بهرنیان چې د ټاکنو کمېسیون کې موجود دي بر حقیقي پایلو نه، بلکې پر هغه پایلو کار کوي چې حقیقت نه لري. زموږ هیله له کمېسیون څخه داده چې د خلکو رایو ته احترام وشي او ملت چې پر هر چا باور کړی، د ټاکنو په پایلو کې د لاسوهنه نه کوي او رښتینې پایلې دې اعلان کړي.))

 مسلمیار زیاته کړه، د ټاکنو مهندسي کېدل به بدې پایلې ولري او هغه پایلې چې لاسوهنه په کې شوې وي د ملت لپاره به د منلو وړ نه وي.

د مسلمیار په خبره، د ټاکنو په بهیر او د ټاکنو د پایلو پر اعلان اوس هم کتنې پر خپل ځای پاتې دي.

نوموړي حکومتي چارواکو او د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرانو ته وویل: ((که تاسو وغواړئ اسناد درسره شریکوم چې بهرنیان د ټاکنو په چارو کې مداخله کوي او غواړي د ټاکنو پایلې تغیر کړي او هغه کسان بریالي اعلان کړي چې خلک پرې باور نه لري.))

 د نوموړي په خبره، ولسمشر باید په خپله ترسره شوې ژمنه چې تر اوسه یې روښانه کړې هم ده چې د ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي پابند پاتې شي او اجازه ورنه کړي چې په دغه ملي بهیر د خلکو باور کم شي.

 نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او هغو بهرنیانو د مداخلې مخنیوی وکړي چې په یو ډول د ټاکنو د بهیر څارنه کوي او له بېلا بېلو ادارو څخه په کمېسیون کې ګومارل شوي تر څو په دغه بهیر د خلکو باور ترلاسه شي.

 مسلمیار وویل، د ټاکنو لومړنۍ پایلې د بهرنیانو او کمېسیون د دارالانشا د کارکوونکو د لاس وهنې له امله ځنډېلې دي.

 په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي مطبوعاتي دفتر د مشرانو جرګې د یوه غړي له خوا د دوی پر کارکوونکو د تورنو په ځواب کې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((یوناما ټاکنیزو کمېسیونونو ته یوازې تخنیکي مشورې ورکړې او ورکوي یې، دغه مشورې بشپړ مسلکي، تخنیکي او بې طرفانه دي.))

سرچینې زیاته کړه، د شفافو ټاکنو پایلې د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده او مسوولیت دی.

دغه دفتر ویلي، ملګري ملتونه منتظر دي چې ټاکنیز کمېسیونونه ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي او په ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو مهال وېش له افغانانو سره شریک کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي ویلي، هېڅ شخص او ارګان ته د ټاکنو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې به د لیندۍ په  دویمه او د کابل ولایت د همدې میاشتې په لسمه نېټه اعلانېږي.

 د ولسي جرګې د ټاکنو د مهال وېش په اساس باید د دې جرګې د ټاکنو پایلې د لړم په ۱۹ مه اعلان شوې وای.                   

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement