د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له پنځو کلونو راهيسې بست تصدۍ فعاليت نه دى کړى

له پنځو کلونو راهيسې بست تصدۍ فعاليت نه دى کړى

Nov 18, 2018 - 15:46

لښکرګاه(پژواک، ۲٧ لړم ۹۷): هلمند کې د پنبې د پروسس تصدۍ د بوديجې د نشتوالي له امله له تېرو پنځو کلونو راهيسې فعاليت نه دى کړى چې له امله يې سلګونه کسان وزګاره شوي دي.

له پنبې څخه د مالوچو د ایستلو دغه فابریکه چې شاخوا ۵۰ کاله وړاندې لښکرګاه  ښار کې جوړه شوې، هرکال به يې ۳۵ زره ټنه پنبه له کروندګرو پيرله او بيا يې د مالوچو ترڅنګ غوړي، صابون، کنجاړه او د سون مواد توليدول.

د بُست تصدۍ سرپرست عبدالباقي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اړينې بوديجې د نشتون له امله يې له تېرو پنځو کلونو راهيسې پنبه نه ده پيرلې او لسګونه کارکوونکي يې هم وزګاره شوي دي.

نوموړي وویل: (( موږ له ۹۲ لمریز کال را پدیخوا له کروندګرو څخه پنبه نه ده رانیولې او دا مهال مو کارونه په ټپه ولاړ دي.))

هغه وویل چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د دې فابریکې د پیاوړتیا لپاره ډېرې ژمنې وشوې چې ځانګړې بودیجه به ورکول کیږي، خو تر دې مهاله يوازې دوه نوي  جنراتورونه ورکړل شوي او بس.

نوموړي وویل، ددې لپاره چې دوی فعالیت نه کوي کروندګرو هم د پخوا په پرتله د پنبې کښت کم کړی او د کوکنارو کر ته يې مخه کړې ده.

دغه راز د دې تصدۍ د الاجې برخې مسوول محمد وزیر خان پژواک ته وويل چې د دې فابريکې فعاليت له اقتصادي پلوه کروندګرو او حکومت ته ډېره ګټه رسوله.

هغه وايي: (( دننه په فابریکې کې  ۸۰۰ کسانو کار کاوه، زرګونه کروندګر او تجاران  ورسره  په کار بوخت  وو چې اوس هیڅ هم نشته او د کار کوونکو شمېر هم سلو ته را ټيټ شوى دى.))

د نوموړي په خبره، د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ مافيايي کړۍ کوښښ کوي چې دغه شان فابريکې له فعاليت څخه پاتې کړي ترڅو خپل توليدات بازار ته عرضه کړي.

نوموړي وویل: (( زموږ ټوله ماشینري چې ۵۰ کاله وړاندې فعاله شوې اوس هم ټول فعاله ده، یوازې د کروندګرو لپاره کمپاین ته اړتیا ده چې په خپلو ځمکو کې پنبه وکري او حکومت هم بوديجه ورکړي.))

همدارنګه اغاولي خان چې په بُست تصدۍ کې د غوړیو او  کنجاړې د پروسس تخنیکي مسوول دی وايي، دا مهال دوی لاس تر زنې ناست دي یوازې حاضري ورکوي او کار يې نشته.

ده زياته کړه: (( په اته ساعتونو کې به موږ نهه ټنه غوړي توليدول چې د هلمند ترڅنګ نورو ولايتونو ته مو صادرول، خو اوس هيڅ هم نشته ، موږ هم وزګاره ناست يو.))

په دې اړه د نادعلي ولسوالۍ یو تن ګروندګر بسم الله خان وايي چې د مني په موسم کې به هر ورځ لسګونه تراکټوره پنبه دغې تصدۍ ته راوړل کېده.

هغه وايي: ((پنبه به مو چې راوړله نو په مقابل کې به يې د پیسو ترڅنګ کروندګرو ته  له همدې پنبې ایستل شوي  غوړي، کنجاړه، صابون او پندانه ورکول کېده.))

نووموړي وویل چې د هلمند مالوچ د سپينو زره په نوم يادېده چې نورو هېوادونو ته به هم صادرېدل.

په دې اړه د هلمند د والي وياند عمرځواک هم پژواک ته وويل چې د بوديجې د کمښت له امله د بست تصدۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

هغه وايي چې ولسمشر دې تصدۍ ته د پيسو د ورکړې ژمنه کړې ده او  اوسمهال کابل کې د وزارتونو ترمنځ د بوديجې د انتقال لپاره رسمي لړۍ پيل شوې چې له مخې به يې ډېر ژر هلمند ته بوديجه انتقال شي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې د بست تصدۍ د فعاليت د بېرته پيل لپاره به درې سوه ميليونه افغانۍ دې تصدۍ ته ورکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement