فراه (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): ناپېژاندو وسله والو نن سهار د فراه ښار د کرنې ریاست مخې ته دوه وروڼه پر ډزو ووژل .
د فراه د مرکز اوسېدونکي او د وژل شوو کسانو خپلوان عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته د یاد خبر ترڅنګ وویل، له وژل شوو کسانو یو تن د فراه ولایت د اقتصاد ریاست کارکوونکی و او بل د یاد ولایت په ابوذر غفاري دارالعلوم کې د استادۍ دنده ترسره کوله.
د فراه د والی ویاند ناصر مهري د یادو دوو کسانو وژل کېدل مني او وايي، د وژل شوو کسانو قاتلين په تېښته بریالي شوي دي.
د یادو دوو وروڼو د وژل کېدو مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن