ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو په فراه ښار کې دوه وروڼه ووژل

ناپېژاندو وسله والو په فراه ښار کې دوه وروڼه ووژل

author avatar
18 Nov 2018 - 11:56
ناپېژاندو وسله والو په فراه ښار کې دوه وروڼه ووژل
author avatar
18 Nov 2018 - 11:56

 فراه (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): ناپېژاندو وسله والو نن سهار د فراه ښار د کرنې ریاست مخې ته دوه وروڼه پر ډزو ووژل .

 د فراه د مرکز اوسېدونکي او د وژل شوو کسانو خپلوان عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته د یاد خبر ترڅنګ وویل، له وژل شوو کسانو یو تن د فراه ولایت د اقتصاد ریاست کارکوونکی و او بل د یاد ولایت په ابوذر غفاري دارالعلوم کې د استادۍ دنده ترسره کوله.

 د فراه د والی ویاند ناصر مهري د یادو دوو کسانو وژل کېدل مني او وايي، د وژل شوو کسانو قاتلين په تېښته بریالي شوي دي.

 د یادو دوو وروڼو د وژل کېدو مسووليت  تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.