کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د سولې عالي شورا له غړو سره وکتل.
له ارګ څخه دلړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د سولې عالي شورا ريیس محمد کریم خلیلي، قاضي محمد امین وقاد او اصیلا وردک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، هغوی له سولې عالي شورا څخه د ملاتړ او د سولې مشورتي بورډ د جوړولو په برخه کې د ولسمشر له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د یادې شورا د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته ولسمشر غني د سولې عالي شورا د هڅو ستاینه وکړه او ويې ویل، د سولې مشورتي بورډ چې د جوړېدو په حال کې دی، له سولې عالي شورا سره موازي نه دی.
هغه زیاته کړه : ((زموږ بحثونه او مشورې د سولې بین الافغاني مذاکرتو ته د چمتوالي په خاطر دي.))
ولسمشر غني ټینګار وکړ، مشوره په دین او فرهنګ کې مهم اصل دی او په هر ملي کار کې مشوره کوي.
د يادونې ده، چې ولسمشر غني په دې لړ کې د جمعيت اسلامي له مشرانو صلاح الدين رباني، عطاء محمد نور، اسماعيل خان، يونس قانوني، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او د هغه مرکزي مشرانو، جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سياف، محمد محقق ، محمد اکبري او ګڼ شمېر نورو سياسي مشرانو او دمدني ټولنې غړو سره ليدلي دي.
ويل کېږي، چې له ټولو ٣٤ ولايتونو څخه د سولې يوه لويه ٢٠٠ کسيزه کمېټه جوړېږي او له دې څخه بيا ١٢ کسيز بورډ جوړېږي، چې د سولې په اړه حکومت او د سولې عالي شورا ته مشورې ورکوي.
تر دې مخکې داسې اوازې وې، چې ګوندې حکومت د سولې عالي شورا منحل اعلانوي او پر ځاى به يې دا مشورتي بورد چارې پرمخ بيايي.
سرچينې وايي، چې د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي پر دې کار خواشينى شوى و او د مسکو په غونډه کې يې هم له ګډون څخه انکار کړى و، خو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن