کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): ځینې سرچینې وایي چې د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې شپږ طالبان او د دغه ولایت به قادس ولسوالۍ کې پنځه امنیتي پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ملي امنیت یوه سرچینه وايي، د دغه ریاست ۰۱ قطعې درې ورځې مخکې په بادغیس کې فعالیت پیل کړی دی.
د یادې سرچینې په خبره، تېره شپه د ابکمري ولسوالۍ په پسته لیف سیمه کې د ۰۱ قطعې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د سمیع په نوم د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د یادې ډلې شپږ کسان وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د قادس ولسوالۍ د قرچغي دوراهي اب بخش سیمه کې د پولیسو یوه پوسته نیولې ده.
د بادغیس د ولایتي شورا رییس عزیز بیک د یاد خبر تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې نښته کې پنځه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دی یې د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن