کابل (پژواک، ٢۸ لړم ٩٧): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د تېر کال په پرتله په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ۲۰ سلنه ساحې او ۲۹ سلنه تولیداتو د کمېدو خبر ورکوي او له نړالې ټولنې یې په دې برخه کې د زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې پوهاند سلامت عظیمي د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال جنرال خلیل احمد بختیار او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو له جرمونو سره د مبارزې د ادارې ( UNODC) رییس مارک کولهون سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، دغه شمېرې د افغان حکومت او ملګرونو ملتونو د نشه يي توکو له جرمونو سره د مبارزې د ادارې د سروې په اساس لاس ته راغلې دي.
هغې وویل، په روان کال کې په ټول هېواد کې د تریاکو د کښت ساحه ۲۶۳ زره هکتاره ده، په داسې حال کې چې تېر کال دغه اندازه ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه وه.
نوموړې وویل، د دواړو کلونو تر منځ توپیر ۶۵ زره هکتاره دی چې ۲۰ سلنه کموالی ښيي.
د عظیمي په خبره، هلمند، اروزګان، کندهار او ننګرهار هغه ولایتونو دي چې په ډېره اندازه تریاک په کې کرل کېدل، خو سږ کال نورستان ولایت د تریاکو له کښت څخه پاک شوی دی.
نوموړې زیاته کړه، تخار ولایت چې تېر کال د کوکنارو له کښت څخه پاک شوی و، سږ کال بېرته د هغه ولایتونو په لېست کې راغلی چې کوکنار په کې کرل کېږي.
هغې وویل، نشه يي توکي نه یواځې لوی ګواښ او په افغانستان کې د جګړې د دوام ستر لامل دی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی.
د مېرمن عظیمي په خبره، له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
په سروې کې راغلي، د کوکنار کښت په شمالي زون کې ۵۶ سلنه، په لوېدیځ زون کې ۱۲ سلنه او په جنوبي زون کې ۸ سلنه کم شوی او د هېواد په شمال او لوېديځ کې یې د کمېدو عمده لامل وچکالي ده او معکوسې پایلې یې درلودې.
سرچینې لیکلي، د تریاکو ډېره اندازه «۶۹ سلنه» د هېواد په جنوبي سیمو کې او ورپسې «۱۲ سلنه» تریاک په لویدیځو سیمو کرل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هېواد په شمال او ختیځو سیمو کې په ترتیب ۸ او ۷ سلنه او په شمال ختيځو او مرکزي سیمو کې په ټولیز ډول څلور سلنه تریاک کرل شوي وو.
په سروې کې راغلي، سږ کال د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې تریاک کرل کېږي او لس ولایتونه یې له کښت څخه خالي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن