ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو درې مسافر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي

وسله والو درې مسافر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي

author avatar
19 Nov 2018 - 11:31
وسله والو درې مسافر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي
author avatar
19 Nov 2018 - 11:31

 

فیروزکوه (پژواک، ٢٨ عقرب ٩٧): د غور پولیس وايي، ناپېژاندو وسله والو د هرات ـ غور پر لویه لار درې مسافر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د غور د امنیت امر سید ضیا‌ حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، ناپېژاندو وسله والو نن سهار ۴:۰۰ بجې د هرات ـ غور پر لویه لار د «میدان برخانې» اړوند سیمه کې پر مسافر وړونکو موټر برید کړی، درې کسان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د ده په خبره، د وژل شوو کسانو جسدونه او ټپیان د غور ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، ټول هغه مسافر چې تر برید لاندې راغلي، د دایکنډي ولایت اوسېدونکي دي او په ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

په ورته وخت کې د غور ولایتي روغتون ډاکتران د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ ور بولي.

د مسافرو له ډلې مومنې وویل: ((زموږ موټر د موټرچلوونکو په تاکید تېره شپه ناوخته حرکت وکړ، دوه موټره وو، لومړۍ موټر تېر شو او کار یې پرې ونلرلو خو موږ یې موخه وګرځولو.))

تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.