ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکنډي کې شاوخوا ۲۱ زره مېرمنې په نشه یي توکو روږدې دي

په دایکنډي کې شاوخوا ۲۱ زره مېرمنې په نشه یي توکو روږدې دي

author avatar
19 Nov 2018 - 18:11
په دایکنډي کې شاوخوا ۲۱ زره مېرمنې په نشه یي توکو روږدې دي
author avatar
19 Nov 2018 - 18:11

 نیلي(پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): د دایکنډي ولایت د عامې روغتیا مسوولین په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د اخته کسانو د زیاتېدو او په یوه ټولنیزه ستونزه د دې پدیدې د بدلېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي،په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ سلنه ښځې په نشه يي توکو روږدې دي.

 د دایکنډي ولایت د عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان پژواک خبري اژانس ته وویل، د شمېرنو له مخې په دغه ولایت کې نږدې ۷۰ زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي چې ۳۰ سلنه یې مېرمنې دي.

 نوموړي زیاته کړه، له ټولو ۷۰ زره روږدو کسانو ۸۰ سلنه یې تریاک او پاتې ۲۰ سلنه یې هېرویین کاروي.

 هغه د دې په څرګندولو چې د هرې ورځې په تېرېدو په نشه يي توکو د روږدو مېرمنو شمېر زیاتېږي وویل، تر راتلونکو شپږو میاشتو به د دایکنډي په مرکز نیلي کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت په نشه يي توکو د روږدو مېرمنو د درملنې ځانګړی لس بستریز کلینیک جوړ شي.

د ده په خبره، د دغه کلینیک په جوړېدو به هر کال پر نشه یي توکو د ۲۰۰ روږدو مېرمنو درملنه وشي.

په دایکنډي کې د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي په دغه ولایت کې د روږدومېرمنو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومتي چارواکو غواړي چې په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو درملنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

 که څه هم نوموړې د ۱۰ بستریز روغتون جوړېدل په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو د روغتیا لپاره اغېزمن ګام وباله خو زیاته یې کړه، دغه کلینیک د ټولو روږدو مېرمنو د درملنې وړتیا نه لري.

د دې په خبره، په نشه يي توکو زیاتې روږدې مېرمنې د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکې دي.

په ورته وخت کې پر نشه يي توکو روږدې ځينې مېرمنې نشه يي توکو ته د مخې کولو لامل فقر، کورنى تاوتریخوالی، د نارینه وو روږديتوب او نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی بولي.

رقیې «مستعار نوم» وویل له تېرو اوو کلونو راهیسې کله یې چې کورنۍ کوکنار کرل او خاوند یې پر نشه یي توکو روږدی شوو دا هم ورو ورو په نشه يي توکو عادت شوه.

هغې وویل، په نشه يي توکو یې د خاوند روږدي کېدو د نوموړې په علاقه مندۍ مستقیم اغېز درلود، خو د هغو له بدو پایلو یې هېڅ معلومات نه درلودل.

نوموړې زیاته کړه: ((اوس مې خاوند مړ شوی، کورنۍ یې زه له کوره ایستلې یم، زه له مجبورۍ سوال کوم او په پیسو یې تریاک اخلم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.