ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې له سوداګرو طالبان او پولیس دواړه پیسې اخلي

په فراه کې له سوداګرو طالبان او پولیس دواړه پیسې اخلي

author avatar
19 Nov 2018 - 17:22
په فراه کې له سوداګرو طالبان او پولیس دواړه پیسې اخلي
author avatar
19 Nov 2018 - 17:22

فراه (پژواک، ۲۸ لړم ۹۷): د بار وړونکو موټرو چلوونکي شکایت کوي چې د فراه- هرات لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو غیر قانوني اخاذیو تر څنګ طالبان هم د فراه په فراه رود کې د ګمرکي محصول په توګه له هغوی پیسې اخلي.

هغوی وايي چې د یادې لویې لارې په اوږدو کې له بار وړونکو موټرو په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل له پخوا دوام لري او طالبان هم له نږدې شلو ورځو راهیسې د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود بازار اړوند سیمه کې له بار وړونکو موټرو پیسې اخلي.

کوم ځای چې طالبان له موټرو د ګمرکي محصول په نوم پیسی اخلي، د بالابلوک ولسوالۍ له امنیې قوماندانۍ نږدې یو کیلومتر واټن لري.

محمد چې د دې لارې په اوږدو کې باروړونکی موټر چلوي او د هرات اوسېدونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبان په دې سیمه کې له بار وړونکو موټرو چې له کابل، غزني، زابل، کندهار، نیمروز او فراه څخه هرات ته ځي او د دې برعکس تګ کوي د محصول په نوم ترې پیسې اخلي او بدل کې یې د پیسو رسېد سند ورکوي.

د پژواک خبري اژانس لاس ته ورغلی یو جدول ښيي چې طالبان له بېلابېلو مالونو له ۱۰زرو تر ۴۵ زرو افغانۍ محصول اخلي.

محمد وویل چې څه موده وړاندې یې برېښنايي وسایل او خوراکي توکي له هرات څخه فراه ته لېږدول او طالبانو په یاده سیمه کې د محصول په نوم ۳۵۰۰۰ زره افغانۍ ترې واخیستې.

د یاد موټر چلوونکي په خبره، طالبانو د  پیسو اخیستو په بدل کې هغه ته یو سند ورکړ او دا د یاد سند پر اساس د مالونو له خاوند څخه یادې پیسې ترلاسه کوي.

همداراز هغه شکایت وکړ چې پر طالبانو سربېره د دې لارې په اوږدو کې د پولیسو ځینې پوستې هم له هر بار وړونکي موټره له دوو تر پنځو سوو افغانۍ اخلي، خو د پیسو اخیستو په بدل کې موټر چلوونکو ته کوم رسید یا سند نه ورکوي.

محمد زیاته کړه: ((موږ چې څومره زیار باسو او پیسې ګټو، دولت او طالبان یې په زور را څخه اخلي.))

د هغه په وینا، ټول مالونه چې له هراته نورو ولایتونو او برعکس لېږدول کېږي د هېواد په ګمرکونو کې محصول کېږي او باید د سوداګرو له مالونو په بېلابېلو نومونو پیسې وا نه خیستل شي.

د بار وړونکي موټر یوه چلوونکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي د محمد د خبرو په تایید وویل چې په ورځ کې سلګونه باروړونکي موټر پر یاده لار تګ راتګ کوي.

د نوموړي په وینا، طالبان او پولیس په دې لار کې له موټرو زیاتې پیسې اخلي.

دغه چلوونکي وويل چې څو ورځې وړاندې یې یو ټېلر وریجې له کندهاره هرات ته لېږدولې او طالبانو په فراه رود کې د محصول په نوم ۱۶۰۰۰ افغانۍ ترې واخیستې.

د نوموړي په وینا، کوم موټرچلوونکی چې پیسې ور نه کړي او یا پیسې ورسره نه وي، طالبان د پیسو ترلاسه کولو پورې یاد موټر ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د فراه ولایتي شورا غړي دادالله قانع هم تاییدوي چې طالبان په فراه رود کې له بار وړونکو موټرو د ګمرکي محصول په نوم پیسې اخلي.

د هغه په خبره، پر دې لار هره ورځ سلګونه موټر تګ راتګ کوي، طالبان له دې لارې د ورځې سلګونه زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي، نوموړي د دې پیسو اخیستو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د فراه ولایتي شورا غړي حاجي خیرمحمد نوروزي د فراه- هرات په لویه لار د پولیسو اخاذي مني او له امنیتي ارګانونو غواړي چې په دې برخه کې جدي او عملي اقدام وکړي.

د فراه ولایتي شورا د یاد غړي په وینا، د پولیسو دا کړنه د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم زیاتوي.

د فراه سوداګرۍ خونې رییس حاجی عسکر گمنام د طالبانو له لوري د ګمرکي محصول په نوم د پیسو اخیستو د تایید تر څنګ او همداراز د دې لارې په اوږدو کې د پولیسو اخاذیو په اړه وویل: ((زموږ سوداګرو له بهره هېواد ته د مالونو په تورید سره حکومت ته ګمرکي محصول ورکوي، دا چې طالبان د لويې لارې په اوږدو کې د سوداګرو مالونه محصول کوي، د اندېښنې وړ ده.))

نوموړي زیاته کړه چې د سوداګرو له مالونو څخه په بېلابېلو نومونو د پیسو اخیستل، له هېواد څخه د سوداګرو او پانګې د فرار لامل ګرځي.

هغه همداراز زیاته کړه چې د حکومت او طالبانو له لوري د سوداګرو پر مالونو د وضع شوي محصول تاوان ولس ورکوي؛ ځکه په دې صورت کې سوداګر خپل مالونه په لوړه بيه پلوري.

نذیر پویا چې د اقتصاد په برخه کې یې زده کړې کړې دي، وویل چې د طالبانو او پولیسو له لوري د پیسو اخیستل، په حقیقت کې خلک او مصرف کوونکي زیان ویني.

هغه زیاته کړه: ((څومره پیسې چې طالبان یې د سوداګرو له مالونو څخه د ګمرکي محصول په نوم او یا د پولیسو له لوري اخیستل کېږي، قصور يې سوداګر د کړېدلې ولس له جیبه باسي؛ ځکه خپل مالونه په لوړه بيه پلوري چې دا د ولس په حق کې جفا ده.))

پویا له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه څو د هرې تګلارې عملي کېدو پر مهال د ولس ګټې په پام کې ونیسي.

د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب، د یادې لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو اخاذیو په تړاو وویل: ((هو د فراه – هرات – کابل لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو ځینې پوستې له باروړونکو موټرو څخه پیسې اخلي؛ که څه هم تر یو حده دې ستونزې ته رسېدنه شوې ده، سربېره له دې به د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره دې ستونزې ته په جدي ډول رسېدنه وشي.))

محب همداراز زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د اخاذیو د له منځه وړلو لپاره د فراه امنیه قوماندانۍ یو جامع پروګرام تر لاس لاندې لري چې په راتلونکو ورځو کې به یې د تطبیق عملي پړاوونه پیل شي چې د پولیسو ادلون بدلون او د هغو سرتېرو مجازات په کې شامل دي چې په دغه عمل کې ښکېل دي.

د پژواک خبري اژانس د راپور پر بنسټ چې د ۱۳۹۶کال په تلې میاشت کې خپورشو، د باروړونکو موټرونو چلوونکو په فراه کې له ناقانونه اخاذیو څخه شکایت کړی و او د هغوی له لوري ورکړل شوو شمېرو دا ښودله چې باروړونکي موټر هره ورخ، شاوخوا پنځه میلیون افغانۍ پولیسو او طالبانو ته ورکوي.

د فراه امنیې قوماندانۍ هغه مهال هم ویلي وو چې د پولیسو پیسو اخیستو د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي، خو د اخاذیو بهیر لا هم دوام لري.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب، په فراه رود کې د طالبانو له لوري د سوداګرو له مالونو د پیسو اخیستل تایید کړل، خو ویې ویل چې د نورو جزئیاتو لپاره دې د فراه له والي او یا ویاند سره خبرې وشي.

خو د فراه والي ویاند ناصر مهري د جزئیاتو له ورکولو پرته په دې تړاو وویل: ((تاسو له امنیه قوماندانۍ معلومات واخلئ.))

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د بالابلوک په فراه رود سيمه کې د سوداګرو له مالونو د طالبانو له  لوري د ګمرکي محصول اخیستل تاییدوي.

احمدي وايي: ((د هېواد تر نیمايي ډېره برخه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده)) او هغه پیسې چې طالبان یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګمرکي محصول له لارې تر لاسه کوي، د هغوی تر واک لاندې د لویو لارو او سیمو د امنیت په ټینګښت کې لګول کېږي.

طالبان له نږدې یو کال راهیسي د فراه پشت کوه ولسوالۍ کې د سوداګرو له مالونو چې د  شیخ ابونصرفراهي له بندرڅخه هېواد ته واردېږي، د ګمرکي محصول په توګه پیسي اخلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.