ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د غصب شویو ځمکو پر بېرته راګرځولو ټینګار وشو

بغلان کې د غصب شویو ځمکو پر بېرته راګرځولو ټینګار وشو

author avatar
19 Nov 2018 - 18:08
بغلان کې د غصب شویو ځمکو پر بېرته راګرځولو ټینګار وشو
author avatar
19 Nov 2018 - 18:08

پلخمري(پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): د بغلان د یوشمېر دولتي ادارو مسوولینو او د ولایتي شورا غړو په دغه ولايت کې د غصب شویو ځمکو پر بېرته راګرځولو ټینګار وکړ.

د دولتي ادارو مسولینو  دغه څرګندونې خلکو ته د ترسره شويو کاري پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو په غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د بغلان د ښځو چارو ریيسې خدیجې یقین وویل چې ځيني دولتي مسوولين خپل مسووليتونه نه پېژني چې له امله يې د خلکو او دولت ترمنځ واټن پيدا شوى دى.

هغې په دې برخه کې د کوم دولتي چارواکي نوم ياد نه کړ.

نوموړې وويل چې د پلخمري ښار ډېرې شنې سيمې غصب شوي او که دغه حالت دوام وکړي ټول ښاري اصول به له منځه ولاړ شي.

دغه راز د پلخمري ښاروالۍ اداري مسوول فریدون شینواري هم د ښاروالۍ  کلني کاري پلان ترڅنګ په ځینو سیمو کې د غصب شویو ځمکو یادونه وکړه چې د ده په وینا، د ښاروالۍ کار یې له خڼد سره مخ کړی دى.

همدارنګه د ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش وویل چې بغلان کې د زورواکو ترڅنګ یو شمېر وکیلانو هم دولتي ځمکې غصب کړي او لوړپوړې  ودانۍ يې پرې جوړې کړې دي.

دغه راز د بغلان د ولایتي شورا ريیس صفدر محسني وویل چې په دې ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې چې تر اوسه اته زره جريبه يې بېرته را ګرځول شوې ده.

د غونډې په پاى کې د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع وويل چې د غصب شويو ځمکو د راګرځولو لپاره دوى هڅه کوي .

خو ده وويل کومو دولتي ادارو چې د چا د نيولو غوښتنه کړې، پوليسو پر وخت اقدام کړى دى.

هغه وايي: (( موږ د هر زورواکي او غاصب د نیولو توان لرو خو چې څارنوالي راته د نیولو حکم وکړي.))

د بغلان د اراضي رياست د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې ٢٩ زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.