ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د خپلو سفرونو او له طالبانو سره د ليدنو راپور ولسمشر غني ته ورکړ

خليلزاد د خپلو سفرونو او له طالبانو سره د ليدنو راپور ولسمشر غني ته ورکړ

author avatar
19 Nov 2018 - 16:25
خليلزاد د خپلو سفرونو او له طالبانو سره د ليدنو راپور ولسمشر غني ته ورکړ
author avatar
19 Nov 2018 - 16:25

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٧): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ولسمشر غني ته د خپل سفر او له طالبانو سره د ليدنو کتنو راپور ورکړ.

له ارګه د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر زلمي خليلزاد ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ګلخانې مانۍ کې وشوه، ډاکتر زلمي خلیلزاد ولسمشر ته د خپل سفر او په قطر کې د طالبانو له استازو سره د لیدنې په اړه راپور ورکړ او دغه سفر یې مثبت و ارزاوه.

خلیلزاد وویل، د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره به د امریکا متحده ایالتو هڅې دوام ولري.

هغه زياته کړې: ((موږ به د دغو مذاکراتو په بهیر کې  ممد رول ترسره کړو. هغه زیاته کړه، شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده.))

خلیلزاد څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان خلکو، حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د افغانانو په اراده او تصمیم ترسره کېږي، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ولسمشر غني د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هلو ځلو قدرداني وکړه وې ویل، سوله چې د افغانستان  د خلکو اساسي غوښتنه او د حکومت  له لویو موخو ده، د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته پوره چمتووالی لري.

هغه د هېواد له سياسيونو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره د سولې په اړه ناستو ته په اشارې وویل، د هېواد د بېلابېلو اقشارو استازي ژر تر ژره د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو غوښتونکي دي.

د يادونې ده، د افغانستان د سولې په اړه ولسمشر غني او زلمي خليلزاد له سياسي مشرانو سره جلا جلا ليدنې کتنې پيل کړې او دا لړۍ روانه ده.

دواړو تر اوسه  له ډاکتر عبدالله، استاد سياف، صلاح الدين رباني، عطاء محمد نور، حکمتيار، محقق ، حنيف اتمر، حکمت کرزي او دوستم سره ليدلي دي.

زلمي خليلزاد پرون په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال هيله مندي وښوده چې له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو مخکې به د سولې په اړه يوې پرېکړې ته ورسېږي.

هغه له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې له حکومتي او سياسي مشرانو سره ليدنې کتنې کړې او دا لړۍ دوام لري، څو د سولې په اړه يوه اجماع رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.